The news is by your side.

د ملکي تلفاتو او حکومت سره د ولس د فاصلې زياتوالی

د ملکي تلفاتو او حکومت سره د ولس د فاصلې زياتوالی

خبريال وېبپاڼه/ په دې وروستيو کې د ملکي وګړو تلفات په بې ساري ډول زیات شوي دي، نړيوال بنسټونه ډېره پړه په حکومتي بمباریو اچوي او د دواړو غاړو څخه جدي غوښتنه کوي چې د ملکي تلفاتو په مخنيوي کې عملي ګامونه واخلي.

تېره ورځ په کندهار ولایت کې د جګړې وروسته د حکومتي الوتکو له لوري بمباري شوې ده چې پکې ۱۳ تنه ملکي افغانان په شهادت رسیدلي، خلکو خپل شهيدان د کندهار ښار ته راوړي چې د پام وړ برخه یې ان کوچني ماشومان دي.

د حکومت د هر کار ملاتړ د حکومت سره دښمني ده
حکومت د انسانانو په لاس کې دی او انسانان هم خطا کوي، د حکومتي چارواکو په خطا که سقوط اختيار شي هغوی دا خپله خطا نه ويني او يا هم نه غواړي ويې ویني، نو په حکومت بايد د خلکو فشار وي ترڅو د خپلو کړنو مسول او ځواب ويونکی ولسي.

د ملکي تلفاتو په شمول د ټولو هغه کړنو په هکله چې د قانون د ملت او ددې هېواد د ګټو خلاف بايد مخالفت وشي، همدا د حکومت سره يوه ښېګڼه ده که څوک ورباندې پوه شي، که حکومت همداسې کارونو ته دوام ورکړي او ورځ تر بلې دا کارونه زيات شي نو د حکومت په وړاندې به د مخالفينو صف دومره لوی شي چې حکومت به مطلقې ناکامۍ سره مخ شي.

ملامت او سلامت
له بده مرغه په هېواد کې ډېری مسايلو ته صرف د ملامت او سلامت له زاويې کتل کېږي، اوس ۲۱ پېړۍ ده او هیڅ شی پټ نه پاتې کېژي، موږ په ښکاره وينو چې په حکومتي بمباریو کې همدغسې خلکو په شهادت رسېږي لکه د طالبانو او داعش په حملو کې چې وژل کېږي.

دواړه طرفونه بايد د خپلې هرې کړنې مسول وګرځول شي، د يو جرم باید په دې پټ نشي چې د بل د جرم سره پرتله شي، يا وايي چې طالبانو دومره مړه کړل، نو دا خو بل چاته حق او مشروعیت نه ورکوي چې هغه دې هم همدا کار وکړي.

بيا حکومت خو حکومت دی او ځان د خلکو استازی بولي، د خلکو استازی څنګه کولي شي چې په پرلپسې ډول خپل خلک په شهادت ورسوي، اشتباه به يوه ورځ وه دوه ورځې به وه خو ددا ډول کړنو لړۍ بيا دا مسله رامنځته کوي چې دا اشتباه نه بلکې پلان دی.

پيلوټان او د هېواد نظامي چارواکي دومره تحليل حتماً لري چې د يوه بريد په وخت کې د ملکي تلفاتو اټکل وکړي، که چېرته د یوه ملکي کس د مرګ احتمال هم وي بايد حمله ونشي، د خپلو خلکو د وژلو په بيه د طالبانو وژل هېڅ د ګټې سودا نه ده.

هرڅوک چې د حکومت او ددې نظام سره مينه لري غواړي دا نظام پايښت ولري بايد د حکومتي چارواکو دا ډول کړنې وغندي، نور بايد حکومت دې ته مجبور شي چې د ملکي خلکو له بمبارۍ لاس واخلي او پخپلو هوايي او ځمکنيو بریدونو کې له ډېر زيات احتياط څخه کار واخلي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.