The news is by your side.

حکومت سرتېري له پامه غورځولي

لیکوال: هادي مخلص

خبریال وېبپاڼه/ حکومت سرتېري له پامه غورځولي دي او د هغوی مجهز کولو چندان پاملرنه نه لري، تر دې پورې چې د سرتېرو له اعاشو څخه هم غلاوې کېږي.

د حکومت د همدې بې غورۍ له امله تازه په بدخشان ولایت کې څلور سرحدي سرتېري د سړې هوا له کبله په شهادت رسېدلي دي.

دغو سرتېرو د تېرې جمعې په ورځ غوښتل د شهدا ولسوالۍ له لارې اشکاشم ته ولاړ شي چې “یاغرده” کوتل کې واورې پرې راښوېدلې دي او په شهادت رسېدلې دي.

شهیدان شوي سرتېري د زیباک او اشکاشم ولسوالیو لپاره د څلورم او پنځم سرحدي کنډک کارکوونکي وو.

وړمه ورځ د بدخشان کران او منجان ولسوالۍ کې هم یو سرتېری د تګ پر مهال سړې هوا په شهادت رسولی و.

تر اوسه معلومه نه‌ ده چې دغه سرتېري ولې په دې سړه هوا کې پلي تګ ته مجبوره شوي دي؛ خو شنونکي په دې باور دي چې په حکومتي ادارو کې له سرتېرو سره د مور او میرې چلند کېږي او هغه سرتېري له پامه غورځول شوي چې په میاشتو میاشتو له هېواده د دفاع په موخه پر جګړه کې بوخت دي او هېڅ ډول اکمالات ورته نه رسیږي.
له همدې موقع په ګټې اخیستنې وسله وال مخالفین د افغان امنیتي ادارو له مدیریتي کمزورتیا ګټه اخلي او افغان سرتېري یې پر پوستو او ولسوالیو تقسیم کړي او پوستو او ولسوالیو ته سقوط ورکوي.
حکومت د دې توان نه لري چې د جکړې ډګر ته تازه دمي سرتېري واستوي او هغه سرتېري وژغوري چې د وسله والو مخالفینو په محاصره کې بند پاتې وي، بلکې د دې برعکس د امنیتي او دفاعي ځواکونو لوړ پوړي مسوولین د سرتېرو حقونه او امتیازات هم حیف و میل کوي.
وسله والو طالبان بیا د افغان امنیتي ادارو له مدیریتي ضعفه په استفادې سره افغان سرتېري تیت و پرک کړي او یو په بل پسې ولسوالیو ته سقوط ورکوي، چې له امله یې ګڼ شمېر سرتېري هره ورځ په شهادت رسېږي، دولتي تاسیسات نړېږي، عامه شتمنۍ لوټېږي او په لوی لاس امنیتي وضعیت خرابېږي.
بل خوا د افغان ځواکونو ډېره برخه د چارواکو د امنیت پر ساتنې بوخت دي او پاتې نور د جکړې په ډګر کې هره ورځ قربانۍ ورکوي، خو له دې هر څه سره ـ سره حکومت سرتېري له پامه غورځولي دي.
په وروستیو میاشتو کې ډېر ځله افغان سرتېري د اکمالاتو او تجهیزاتو د نشتوالي له امله د وسله والو مخالفانو په محاصره کې بند پاتې کیږي چې حتا ځینې یې په ډله ییز توګه وسله والو مخالفانو ته تسلیم شوي هم دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.