The news is by your side.

پښتنو پخپله پښتو ژبې ته څه کړي؟

لیکوال: هادي مخلص
خبریال وېبپاڼه/ په ټوله نړی کې خلک د خپلې ژبې احترام کوي او د هغې د ودې له پاره هلې ځلې کوي. دوی په خپلو ژبو باند ې په خبرو کولو باندې ویاړي. دوی نه یوازې په خپلو منځو کې په خپلو ژبو خبرې کوي بلکې هڅه کوي چې د نورو سره هم په خپلو ژبو خبرې وکړي.
په پښتنو کې یو زیات شمیر لیکوالانو، شاعرانو او سیاستوالو ډيره پاملرنه کړي ده او په دې لاره کې یې ډير د ارځښت وړ خدمتونه کړي دي، خو له بده مرغه اوسنیو پښتنو واکمنانو پښتو ژبه هېره کړې ده او د دې پر ځای چې د پښتو عامولو، دفتري کولو، رسمي کولو او ودې لپاره کار وکړي، پخپله له پښتو ژبې سره دښمني کوي. په پښتو خبرې نه کوي، پښتو مکتبوب، عریضه، وړاندیز او نور رسمي اسناد نه مني یا یې نه لاسلیک کوي.

باید په ډاګه ووایو چې د سردار محمد داود خان څخه نیولي د ظاهر شاه په ګډون تر شاشجاع او تیمور شاه پورې هېچا د هیڅ کوم پادشاه څخه په پښتو ژبه خبرې نه دي اوریدلي او نه دوی دا ژبه د ملی ، رسمي او درباري ژبې په توګه کارولي ده بلکې دوی په عمل کې دپښتو ژبې سره دښمنی کړي او هغه یې کمزوري کړي ده .
ځینوپخوانیو واکمنانو تظاهری کارونو( پښتو ټولنې جوړول، پښتو کورسونه، پښتو ژبې ته د ملي ژبې لقب او په پوځ کې کوماندې ) هم پښتو ته کومه ګټه نه ده رسولي.
دا ښکاره خبره ده چې د ستر احمدشاه بابا د مړینې څخه وروسته پښتو ژبه هم د دربار څخه وایستل شوه او اوس داسې حالت راغلی چې په افغانستان ، پښتونخوا، بلوچستان او کراچې کې نه یوازې دوی د یوه محکوم او دوهمه درجه اولس په توګه ژوند کوي بلکې د هغوی ژبه هم یوازې د اولسونو په منځ کې ژوندی ده ، له هغه وخته چې له پښتو سره داسې چلند شوی د غني له درباره به موږ پښتو ته د څه خیر رسولو تمه ولرو، ځکه دی او شاوخوا کسان یې په ښکاره د پښتو ژبې د کمزوري کولو هڅې کوي.
په پښتو ژبه مطبوعات
له هغه مهال چې د شمس النهار جریده خپره شوی تر ننه دري ژبه د رسمي مطبوعاتو اصلي ژبه وه او ده. په دولتي مطبوعاتوکې پښتو ډيره لږه او یوازې د پښتنو د تیر ایستلو د پاره کارېده. تر اوسه دولتي مطبوعات په دري ژبه و او دي.
په پښتو خبرې
د یو شمیر پښتنو چلند د خپلې ژبې سره ډير سرسري دی او حتی دوی خپلې ژبې ته هیڅ اهمیت نه ورکوي.
د ساری په ډول که چیرې شل او یا د هغې څخه زیات کسان چې ژبه یې پښتو وي یو ځای ناست وی او که یو دري ژبی راشي نو دوی ټول وایې چې په دري باندې خبرې کوو تر څو نوموړي دري ژبی هم پوه شي.
بله دا چې ټولو ته دا جوته ده چې د افغانستان د سترو ښارونو اکثریت اوسیدونکي پښتانه دي خو دوی کله چې د کوره راووځي بیا نو که د نا اشنا سړی سره مخامخ شي ورسره په دري ژبه ګړیږي بیا وروسته چې څو شېبې یې خبرې سره وکړې هلته پوه شي چې پښتو ژبي د ی بیا په پښتو ژبه خبرې کوي .
همدا سبب دی چې په خپله پښتنو کابل ، هرات ، مزار ، کندز ته د دري ژبو ښارونو بڼه نیولي ده . دا یو ښکاره حقیقت دی چې که چیرې پښتانه په خپلو منځو او د نورو سره په پښتو ژبه خبرې وکړي دا ښارونه په بشپړ ډول سره د پښتو ژبو ښارونو شکل ځانو ته نیسي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance