The news is by your side.

طالبان خپل کور ته تللي؛ غني یې کندهار کې د سولې خبرو ته رابولي

خبریال وېبپاڼه/ ولسمشر محمداشرف غني د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشري کندهار ته سفر کړی وو او هلته یې له دیني علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو سره کتنې کړې دي.

ولسمشر غني دیني علماوو سره په کتنه کې پر دایمي اوربند ټینګار کړی او له طالبانو غوښتنه کړې، چې د سولې خبرې دې په کندهار ولایت کې ورسره ترسره کړي.

ولسمشر غني ویلي، سوله اخلاقي جرات غواړي او ده د پنځه زره طالب بندیانو په خلاصون سره دغه کار ترسره کړی دی، خو وایي نور بندیان د ژمنو له عملي کېدو پرته نه خوشي کوي.

اشرف غني زیاته کړې، سولې ته ژمن دی او پر طالبانو یې غږ وکړ چې د جګړې پرځای دې سیاست ته داخل شي او د بهر پر ځای دې په کور دننه د سولې خبرې ورسره ترسره کړي.

ده د خپلو خبرو پر دوام وویل، سوله په وژلو نه، بلکې د یو بل په منلو راځي او پر طالبانو یې یو ځل بیا غږ وکړ چې نور دې اوربند ته غاړه کېږدي.

پاکستان ته د طالبانو سفر

غني په داسې حال کې پر طالبانو غږ کوي، چې د سولې خبرې دې کندهار کې ورسره ترسره کړي، چې د ملا برادر په مشري په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر نهه کسیز پلاوی د سولې خبرو کې د دمې وروسته اسلام اباد ته تللی او هلته یې له یو شمېر پاکستاني چاواکو سره کتلي دي.

سره له دې چې پاکستاني چارواکو ویلي، چې له طالبانو سره په خبرو کې یې هغوی ته سپارښتنه کړې چې تاوتریخوالی کم کړي، خو پاکستان تل په افغان جګړه کې خپلې ګټې خوندي کړې دي او طالبان به له دې سفره بېرته داسې رالېږي او پوه کوي چې د دوی ګټه پکې وي.

په دې کې شک نشته چې طالبانو د افغان سولې او جګړه د ختم او دوام په اړه د ګاونډیو هیوادونو په ځآنګړي ډول پاکستان په لارښوونه مخته ځي، خو دې وضعیت د افغانانو هیلي مړاوې کړې دي او له ښکېلو اړخونو د ژر تر ژره اوربند غوښتنه کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.