امریکا د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره له طالبانو د بېړني اقدام غوښتنه کړې

خبریال وېبپاڼه/ وروسته له هغه چې د سولې مذاکراتي ټیمونو شل ورځنۍ دمه اعلان کړه، د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي قطر ته تللی او هلته یې له طالب استازو سره کتلي دي.

 د امریکا د پوځ یوه ویاند ویلي، جنرال میلي په دې کتنه کې په عاجله توګه د تاوتریخوالي پر کمېدو خبرې کړې دي او د یوه داسې سیاسي حل غوښتنه یې کړې، چې سیمه کې ثبات راولي او د امریکا ملي ګټې خوندي کړي.

طالبانو تر اوسه له دې جګپوړي امریکایي جنرال سره د خپلې دې کتنې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

مارک میلي ویلي، چې افغانستان کې د طالبانو لخوا تاوتریخوالی د سولې خبرې ګډوډولی شي او که هر څه همداسې دوام ولري دوی مجبور دي چې د خپلو سرتېرو د ایستلو په اړه هم غور وکړي، چې دا به بیا د دوحې تړون خلاف عمل وي.

امریکایي چارواکي پر طالبانو تور لګوي‌ چې دوحه کې د خبرو ترڅنګ یې په افغانستان کې د حکومت او ولسي وګړو پر ضد خپل بریدونه ډېر کړي دي.

جنرال مارک میلي له طالبانو سره تر کتنې مخکې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له ولسمشر غني سره هم ناسته درلوده. په دې ناسته کې غني د طالبانو لخوا د جګړې د دوام په اړه امریکا ته شکایت کړی وو.

د امریکا د پوځ لوی درستیز داسې مهال له طالبانو د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کوي، چې یوه ډله طالبانو د ملا برادر په مشري پاکستان ته تللي او هلته یې له چارواکو سره پټې او ښکاره کتنې پيل کړې دي.

که څه هم امریکا ویلي چې طالبان به مجبوروي چې د سولې خبرو سره هممهاله جګړه ودروي، خو د طالبانو کنټرول تر ډېره د پاکستان په لاس کې دی او که پاکستان وغواړي دلته د طالبانو لخوا د جګړې بل کړی اور سړولی شي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More