The news is by your side.

په هرات کې پنځو فابریکو فعالیت پیل کړ

خبریال وېبپاڼه/ د هرات چارواکي وايي، د هرات صنعتي پارک کې د شااوخوا ۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت پنځه فابریکو په فعالیت پیل وکړ.

د دوی په خبره، دغه کار خونې د سولري هندارو، مرغانو دانو، اوړو، پروفیل او د اوبو میترونو د تولید په برخه کې کار کوي.

چارواکي زیاتوي، د یادو فابریکو په فعالیت سره زرګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

همدا راز مسوولین له دي سره هم مهاله د صنعتي پارک څلورم فاز د پرانیستو خبر هم ورکوي، چې د ۵۱ تازه کارخونو لپاره به  پکې د ځمکو نمرې ووېشل شي.

د هرات په صنعتي پاک کې نژدې ۴۰۰ فابریکې فعالیت لري، چې زګونه کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.

 تر دې وړاندې هرات د صنعتکارانو ټولنې ویلي وو چې د دغه ولایت په صنعتي ښار ګوټې کې ورځ تر بلې د تولیدي فابریکو شمېر مخ پر زیاتیدو دی.

دوی زیاته کړې وه چې د هرات په صنعتي ښارګوټې کې اوسمهال نژدې ۴۰۰ تولیدي فابریکې فعالیت لري چې تر ډېر بریده خوراکي توکي په کې تولېږي.

د هغوی په خبره چې د هرات په صنعتي ښارګوټې کې د برېښنا ستونزه حل شوې ده نو ځکه زیات شمېر پانګه وال غواړي چې په کې پانګونه وکړي او د کورنیو تولیدات فابریکو شمېر زیات کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance