The news is by your side.

غني د صالح د خوشحالولو لپاره لوی احمدشاه بابا ته سپکاوی کړی

خبریال وېبپاڼه/ که څه هم په ډيرو وزارتونو ، ادارو او نورو دفترونو كې د قانون خلاف د احمد شاه مسعود انځورونه لګول شوي دي، خو کندهار ته د ولسمشر غني او امرالله صالح له سفر سره سم هلته هم په تالارونو او کنفرانس خونو کې د مسعود عکسونه تر سترګو کېږي.

معلومه خبره ده چې دا عکسونه تر دې وړاندې هلته نه وو، لګول شوي، ځکه کندهار د لوی امپراتور احمدشاه بابا، ملي قاید میرویس نېکه، اتلې ملالې میوندې او زرګونه نورو اتلو افغانانو ټاټوبی دی او کندهاریان په هیڅ صورت چاته اجازه نه ورکوي، چې د لوی بابا د عکس پر ځای دې د ټلوالې والا عکس ولګول شي.

واضح خبره ده چې غني دغه کار د امرالله صالح د خوشحالولو لپاره کړی او غواړي هغه ته وښيي چې ټول پښتانه ولسونه او په ځانګړي ډول کندهاریان د ده تر څنګ ولاړ دي او اتل ته یې د اتل په سترګه ګوري، خو دا بې کلتوره غني په دې نه دی خبر چې دا کار یې له لوی احمدشاه بابا سره زیاتی او د هغه سپېڅلي روح ته سپکاوی دی.

 غني په دې محبوبيت نه ترلاسه كوي چې په پښتو خبرې ونه كړي، خپل قومي تخلص ليرې كړي، د شمالي لنډغرو عکسونه ولګوي، بې ځایه د هغوی مدحې ووايي، په سعدي درود ووايي او نور اجتهادونه وكړي ؛ بې کلتوره غني له همدې وېرې چې د معتصب نوم ورباندې کېنښودل شي، خپله کلتوري، ملي او تاریخي ارزښتونه له خاورو سره خاورې کړل، تر دې چې له همدې وېرې یې خپل تخلص (احمدزی) هم لیري کړ.

غني باید پوه شي چې احمدشاه بابا د ټولو افغانانو بابا او د سیمې په کچه یو اتل دی، داسې اتل چې د معاصر افغانستان خښته یې ایښې او نن د هغه له برکته موږ د یوه خپلواک افغانستان او ځمکنۍ بشپړتیا خاوندان یو.

موږ له چا سره ستونزه نه لرو او دا هيواد د ټولو خلكو ګډ كور دى، خو چاته اجازه هم نه وركوو چې زموږ په ارزښتونو لوبې وكړي او سپكاوى ورته وكړي ؛ اوس چې ارګ له ماشومانو سره دى نو كارونه يې هم ماشومانه دي ، وايي: ماشومانو ته يې چې په لاس وركړې له خاورو يې ډكوي.

دا سمه ده چې مسعود به د تاجک قوم اتل وي، موږ یې د جهاد او مقاومت د کیسو په اړه هم قضاوت نه کوو، خو هیچاته د دومره سپکاوي اجازه نه ورکوو، چې څوک له احمدشاه بابا سره پرتله کړي، یا د هغه د انځور پر ځای د ټلوالې د یوه جګړه مار عکس ولګوي.

څه وخت مخکې د ولسي جرګې یو شمېر غړیو یوه ډېره ښه لړۍ پیل کړې وه چې په دولتي ادارو کې به د لوی احمدشاه بابا عکسونه ځړوي، خو داسې ښکاري چې غني هغه لړۍ هم د ټلوالې له وېرې بنده کړ.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance