The news is by your side.

نن د علي وزیر د خلاصون لپاره په نړۍواله کچه لاریونونه ترسره کېږي

خبریال اوېبپاڼه/ نن د پښتون غورځنګ د مخکښ غړي علي وزیر د خلاصون لپاره د پښتون ژغورنې غورځنګ او د پلویانو لخوا یې په نړۍواله کچه لاریونونه ترسره کېږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په خپله فیسبوک پاڼه د دغو لاریونونو د ترسره کېدو خبر ورکړی دی.

هغه لیکلي، چې دغه لاریونونه به نن ترسره کېږي.‌

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر وړمه ورځ په پېښور کې د یوې جوړې شوې غونډې په پای کې د پولیسو لخوا نیول شوی دی.

پر علي وزير تور دی، چې د سند ايالت په مرکز کراچۍ ښار کې يې د پاکستان مخالف وينا کړې او د پېښور پولیسو د سند پولیسو په غوښتنه نيولی دی.

د پېښور پوليسو سرچينو ويلي، چې علي وزير به د سند پوليسو ته سپارل کيږي.

د پاکستان پارلمان خپلواک غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ «پي ټي ايم» رهبري غړي محسن دوړ د علي وزير د نيولو غندنه کړې او ويلي يې دي، چې دوی به د دې کار مناسب ځواب وايي.

 د روان ډسمبر په ۷مه کراچۍ کې ځينو کسانو د پوليسو يوه مرکز ته پر علي وزير عریضه کړې وه، چې نوموړي د پاکستان خلاف ويناوې کړي دي.

علي وزير او د پښتون ژغورنې غورځنګ ګڼ رهبري غړي تر دې وړاندې هم څو ځل نيول شوي او بېرته خوشې شوي دي.

د پاکستاني حکومت دې ناروا کړنو نور د پښتنو د صبرکاسه نسکور کړې ده او د پښتو ژغورنې غورځنګ لخوا د نړۍوالو لاریونونو د ترسره کېدو خبر ورکړل شوی دی.

دا غورځنګ د پاکستان پوځ د پاکستاني طالبانو د ځپلو لپاره د عملیاتو په پلمه د لسګونه زره پښتنو ملکي وګړو په وژلو، ورکولو او د میلیونونه نورو په بې ځایه کولو تورنوي او په غونډو کې یې چې لسګونه زره کسان ګډون پکې کوي د پوځ غندنه کېږي او نن بیا د نړۍ په کچه د پاکستاني پوځ ضد لاریونونه ترسره کېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance