The news is by your side.

د امریکا د پوځ لوی درستیز له طالب مشرانو سره لیدلي

خبریال ویبپاڼه/ راپورونه وايي چې  د امریکا د پوځ لوی درستیز مارک میلي په یوه کتنه کې چې قطر کې ترسره سوې له طالب مشرانو سره لیدلي او دافغان سولې په هکله یې ورسره خبرې کړې دي

مارک میلي پر روان تاوتریخوالي اندېښنه څرګنده کړې او ویلي يې دي چې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي ډيرښت د سولې خبرې ګډوډوي خو داسې بایدی ونه سي هغه طالبان هڅولي چې تاوتریخوالی کم کړي

نژدې هره ورځ  دافغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د جګړو او چاودنو له کبله عام افغانان او امنیتي ځواکونه ژوند له لاسه ورکوي چې په دې سره عام وګړي هم د سولې پر روانه پروسه او خبرو شک لري او هغوی ژر ترژره د اوربند غوښتوونکي دي، خو تراوسه يې ښکېلو غاړو د ې غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی

د امریکا لوی درستیز او طالب مشرانو د تاوتریخوالي پر ژر کابوکولو ږغیدلي ترڅو د امریکا ګټې خوندي کړي خو تراوسه طالبانو د امریکا د دې لوړ پوړي جنرال سره د د کتنې جزیات نه دي وړاندې کړي.

دوه ورځې وړاندې ملابرادر د نورو طالب استازو سره پاکستان ته تللی او اوس هم هلته دی د پاکستان هېواد ویلي کوښښ به وکړي چې د افغان سولې په برخه خپل رول مثبت ولوبوي او د افغانستان جګړه خمه کړي، خو د پاکستان دکړنو او پالیسیو په هکله شکونه موجود دي چې هر وخت يې د مرستې په نوم خنډونه ایجاد کړي دي.

تراوسه پوري لا هم افغانستان کې تاوتریخوالی روان دی او داسې ورځ نه سته چې په چاودنه او مرګ ژوبله دي نه وي رامنځ سوې عام خلک او ښاریان د سولې دخبرو  لپاره هغه هیلې چې یې درلودې اوس نلري خو بیا هم داوربند او جګړې دریدلو غوښتنه کوي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.