The news is by your side.

رولا د جمهوریت او ولس د کور سپکاوی وکړ

رولا د جمهوریت او ولس د کور سپکاوی وکړ
خبريال وېبپاڼه/ د ولسمشر غني مېرمنې رولا غني په یوه تازه مرکه کې د افغانستان د پارلمان په وړاندې ناندريزې څرګندونې کړې دي، رولا غني د افغانستان د ولسي جرګې په هکله د سپکاوي ډکې خبرې کړې دي او ويلې یې دي چې ولسي جرګه نور په یوه بازار او مارکېټ بدله شوې ده.

ولسي جرګه د ولسواکۍ او جمهوریت ترټولو مهم بنسټ دی، د افغانستان د خلکو اراده تمثيل کوي، کېدی شي داسې وکيلان پکې زيات وي چې نيمګړتياوې لري خو په ټوله کې ددې جرګې وکيلان نه ټول په فساد ککړو دي او نه به هم دا وکيلان د تل لپاره په دې جرګه کې ناست وي.

ولسي جرګه يوازې په نن حالت کې د تللو وړ نه ده، دا داسې يو بنسټ دی چې هم به ځينې وخت ښه او ځينې وخت ناوړه وکیلان پکې دننه شي خو په ټوله کې د افغانستان د خلکو د استازو د تمثیل بنسټ او ځای دی او دا ډول په سپکه ورته کتل د افغانستان ولس ته په سپکه سترګه کتل دي.

رولاغني ولسي جرګه په بازار بدله شوې ده
د ولسمشر غني مېرمنې رولا غني دا تور ولګاوه چې ولسي جرګه د خرڅولو او اخيستلو په يوه بازار بدله شوې ده، دا تور بېرته پخپله حکومت ته ورګرځي حکومت دا شپږ اوه کاله دا کار ونکړ چې د ټاکنو يو شفاف سيستم رامنځته کړي، د ولسمشر غني د عبدالله عبدالله سره په دې شپږ کاله تیر شول چې کوم کس د ټاکنو په کميسيون کې وي کوم نه وي خو دومره يې ونه کړل چې په سيستم کار وکړي، نن د پاکستان غوندې هېواد چې موږ یې د دال خورو هېواد بولو په ۲۴ ساعتونو کې د ټاکنو پايلې اعلانوي خو موژ بيا هم ورته په میاشتو او کلونو په تمه یو.

که ولسمشر غني د ټاکنو يو سم سيستم جوړ کړی وی نن به ولسي جرګې ته ځينو افغان ضد کړيو لاره نه موندله، خو ولسمشر غني او رولا صېب ته هغه وخت قانون ور په ياد شي کله چې د طالبانو سره مذاکرات کوي بيا نو تش په خوله د هغه قانون دفاع کوي چې دوی پکې دا شپږ کاله خېژي او تر پښو يې باندې کړی دی.

اوس هم ولسي جرګه د افغانانو د ارادې ممثله ده
لکه څنګه چې مخکې مو وويل چې ولسي جرګه کې ناست وکيلان ټول ښه خلک نه دي په دې باندې سترګې پټول امکان نلري خو هو په دې جرګه کې داسې وکيلان هم شته چې په ريښتيا د افغانستان د خلکو د ارادې تمثيل کوي او افغانانو ټاکلي دي.

وزیران به خپل کار کوي
د ولسمشر غني زورورې مېرمنې دا هم وويل چې کوم وزيران چې ولسي جرګې رد کړي دي هغوی به خپل کار کوي او د ولسي جرګې د موافقت يا مخالفت پروا نکوي، زوروره اوس نېږدې ده چې ټول پارلمان لغوه کړي او څه ډول يې چې زړه وي په افغانستان کې خپل خر وچلوي.

نه خو افغانستان تر ولسي جرګې محدود دی او نه به ولسي جرګه ددې خره ته داسې لاره پرېږدي، افغانان به هېڅکله رولا ته دا واک ورنکړي چې دا دې د افغانستان هر بنسټ ته سپکاوی وکړي، مېرمن رولا ځکه سره او شنه کېږي چې د ولسمشر غني له لوري ور پېژندل شوي ډېری وزیران ولسي جرګې رد کړل.

ډېر ښه يې وکړل چې رد يې کړل، د ولسمشر غني له لوري ولسي جرګې ته ورپېژندل شوي وزیران داسې وزيران نه و چې يوازې د ولسي جرګې وکيلانو رد کړل بلکې د افغانانو هم نه و خوښ او باور يې نه ورباندې درلود، د ولسمشر غني له لوري ولسي جرګې ته د بې هويته، د بهرنيو هېوادونو د اتباعو او د ډبل پاسپورټه وزيرانو ور معرفي کول د خلکو هم د غبرګون سره مخ شوي و او خلک پخپله د ولسي جرګې دې پرېکړې ته سخت خوشحاله و چې ولسي جرګې دا وکیلان رد کړل.

رولا غني دې ځان د افغانستان بې سرحده او بې پابندۍ واکداره نه ګڼي، ددې هېواد ملي بنسټونو ته دې درناوی وکړي ترڅو دې ته هم درناوی وشي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.