The news is by your side.

غزني؛ د قرانکریم د ختم پر مهال چاودنې ۳۵ تنه ټپیان او شهیدان کړل

خبریال وېبپاڼه/ د غزني ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د قرانکریم د ختم پر مهال چاودنې ۳۵ تنه ټپيان او شهیدان کړل.

پېښه نن ماسپښین شاوخوا دوې بجې هغه مهال رامنځته شوې چې د ګیلان ولسوالۍ د اغوجان ولسوالۍ په یوه کور کې د قرانکریم د ختم مراسم روان و.

کورنيو چارو وزارت پېښه تاییدوي او وايي، چې چاودنه کې ۱۵ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي او ۲۰ تنه نور ټپيان دي.

 د دې وزارت وياند طارق ارين ويلي، د غزني د ګيلان ولسوالۍ د اغوجان سیمې په يوه کور کې د قرآن کريم د ختم مراسم روان وو چې له چاودېدونکو توکو ډک زرنج موټر په کې چاودېدلی دی.

بل لوري ته د سيمې اوسېدونکي وايي، چې دغه پېښه د يوې ناچاودې سرګلولې د چاودنې له امله رامنځ ته شوې ده.

دوی زیاتوي، ماشومانو یوه ناچاوده مرمۍ د ریکشې والا ته د پلورلو لپاره ور وړې چې په همدې ترڅ کې نور ماشومان هم راټول شوي او مرمۍ چاودلې ده.

د دوی په وينا، په دې چاودنه کې ۱۲ ماشومان شهیدان شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

دغه ډول مبهمو پېښو ډول ډول پوښتنې پیدا کړې دي، ځینې یې د طالب کار بولي او ځینې یې بیا پړه پر درېمه ډله اچوي، چې په دې کار سره غواړي، حکومت او طالب بدنام کړي.

د دې ترمنځ عام ولس له سختو کړاوونو سره لاس او ګریوان دی او له ښکېلو اړخونو د دایمي اوربند غوښتنه کوي، تر څو نور د بې ګناه خلکو د وینې د بهېدو لړۍ ودرېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.