د بشري حقونو کمېسیون بیا د اوربند غوښتنه کړې

خبریال وېبپاڼه/ د بشري حقونو کمیسیون یو ځل بیا د جګړې پر ښکېلو اړخونو د اوربند غږ کړی او ترې غوښتي یې دي چې د اوربند په منلو سره د جګړې د پاى ته رسولو بهير چټک او تلپاتې سولې ته رسېدل غښتلی کړي.

دغه کمېسیون یاده غوښتنه د سپټمبر ۱۸مې د کډوالو نړیوالې ورځې په مناسبت په خپره شوې اعلامیه کې کړې ده.

 سرچينه زياتوي، د کمېسيون موندنې ښيي چې د کډوالۍ د موجوديت لاملونه چې ډېر يې له جګړې را ټوکېدلي دي، لا هم په هېواد کې پاتې او زيات شوي دي او د تېر په پرتله د کډوالو شمېر د اندېښنې وړ زيات شوى دى.

سرچينه کاږي، کمېسيون د افغانستان له دولت، په ځانګړي ډول د بهرنيو چارو له وزارت څخه غواړي چې له حقوقي او ډيپلوماتيکو وسيلو په استفادې د کډوالو لپاره د مطلوبو شرايطو او فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې جدي هڅې او د هغوى د حقونو دفاع وکړي.

 د خپرپاڼې په حواله، کمېسيون د جګړې دوام د بشري حقونو د نقض او د افغانانو د کډوالۍ اصلي لامل ګڼي؛ نو پر دې اساس د جګړې له ښکېلو لورو غواړي چې د اوربند په منلو سره د جګړې د پاى ته رسولو بهير چټک او تلپاتې سولې ته رسېدل تقويه کړي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په داسې مهال کې د جګړې له ښکېلو اړخونو د اوربند غوښتنه کوي، چې د سولې مذاکراتي ټیمونه په شل ورځنۍ رخصتي تللي او معلومه نه ده چې بېرته به په ټاکلي وخت خبرې پيل کړي او که نه.

دلته بیا په هېواد کې تر بل هر وخت د جګړې ډګر تود شوی او هره ورځ لسګونه کسان قرباني کېږي.

په وار وار افغانانو او نړۍوالو له ښکېلو اړخونو د اوربند غوښتنه کړې، مګر تر اوسه ورته لبیک نه دی ویل شوی، دا چې د سولې خبرې به څه نتیجه ورکړي، لا معلومه نه ده.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More