The news is by your side.

بېړنی خبر؛ کابل کې چاودنې درې تنه شهیداو او پنځه نور ټپیان کړل

خبریال وېبپاڼه/ څو شېبې مخکې په کابل ښار کې موټر پورې د نښول شوي ماین چاودنې درې تنه شهیدان او پنځه نور ټپیان کړل.

سرچینو خبریال وېبپاڼې ته وویل، چې پېښه د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې رامنځته شوې.

د پېښې د قربانیانو هویت تر اوسه معلوم نه دی او نه د پېښې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې منلی دی.

کورنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ناکامه امنیتي طرحه

حکومت د روان کال په سرطان میاشت کې د امنیتي تړون یا میثاق امنیتي په نوم د کابل ښار د امنیت د ټینګښت طرحه اعلان کړه.

د دې طرحې اساسي موخه د جنايي جرمونو او ترهګریزو بریدونو د مخنیوي لپاره د خلکو او حکومت ترمنځ د ګډې همکارۍ فضا رامنځته کول وو.

د یادې طرحې د چارو له پیل وروسته د ولسمشر غني لخوا د کابل ښار د عامه نظم او امن د تامین مسوولیت لومړي مرستیال امرالله صالح ته وسپال شو.

که څه هم ښاغلي صالح ویلي چې د امنیتي تړون طرحې د تطبیق په مرسته په کابل کې د جرمونو او ترهګریزو بریدونو کچه راټیټه شوې، خو خلک د دولتي ځواکونو پر ناغېړۍ او د دغه پروګرام پر ناکامۍ سخته نیوکه کوي.

 کابل مېشتي د کابل امنیتي طرحه ناکامه ګڼي او امنیتي بنسټونه د خلکو د ځان د امنیت په ټینګښت کې په بې پروایۍ تورن وي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.