The news is by your side.

زابل کې: د سولې تر عنوان لاندې ورزشي سیالۍ ترسره سوې

خبریال ویبپاڼه/ مرکز کلات کې د رزمي برخې  ورزشکارانو لپاره د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ورزشي سیالۍ یوې  مدني ټولنې  جوړې کړې وې  چې  پکښي سلګونه ورزشکارانو  برخه درلوده.

زابل کې د رڼا مدني ټولنې  له لوري د سولې او یوالي تر عنوان لاندې یو ورځنۍ ورزشي سیالۍ جوړې سوې وې چې پکښي د بیلابیلو  رشتو لوبغاړو ګډون کړی وو، او کلات ښاریانو ته يې  خپل نمایشونه ترسره کړل.

په دې مراسمو کې  د زابل والي ترڅنګ د ولایتي شورا استازو کلات ښاروال د رڼا مدني ټولنې مشر او غړو ورزشکارانو او د ورزش سلګونو تنو مینوالو برخه لرله.

د زابل والي جنرال احمدګل رسولي د رڼا مدني ټولنې څخه مننه وکړه چې د ورزشکارانو د تشویق پخاطر یې ورته پروګرام په لاره اچولی ده او له ورزشکارانو څخه یې هیله او غوښتنه وکړه چې په هیواد کې دې د تل پاتې سولې د راتلو لپاره خپل ږغ اوچت کړي او خپل ملي مسوولیت دې ادا کړي.

هغه له ځوانانو وغوښتل چې ورزش کولو ته دي مخه کړي او خپل  راتلوونکی دي  له همدې  لارې روښانه کړي

د زابل والي احمد ګل رسولي

په زابل کې د رڼا مدني ټولنې مشر او زابل کې  فعال ځوان روح الله حکیمي  وویل چې دا لومړی ځل نه دی چې ورزشکارانو او ځوانانو ته دا ډول پروګرامونه جوړوي هغه وویل لازمه ده چې د ورزش له لارې د امن ورولۍ او سولې پیغام تر نړیوالو ورسو، د ده په وینا ورزش د همدې ږغ رسولو تر ټولو اسانه او رسا لاره ده.

زابل کې د رڼا مدني ټولنې مشر روح الله حکیمي

همدارنګه یو شمیر ورزشکارانو د رڼا مدني ټولنې څخه مننه وکړه چې تل یې د ورزشکارانو ملاتړ کړی ده او همدارنګه یې د افغان حکومت د وروستي دریځ څخه هم خپل ملاتړ اعلان کړ چې بین الافغاني خبرې اترې دې په خپل هیواد کې تر سره شي.

د پروګرام په پای کې ورزشکارانو په زړه پورې سیالۍ او نمایشونه نندارې ته وړاندې کړل او د رڼا مدني ټولنې له لوري چتمو شوې ډالۍ او ورزشي لباسونه ورباندې وویشل شول.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.