The news is by your side.

په بدن کې د اوسپنې د کم والي لس نښې نښانې

خبریال وېبپاڼه/په بدن کې د اوسپنې د کافي منرال نشتون ددې سبب کېږي چې د اوسپنې کم والی رامنځته شي، دا د وينې د سرو حجرو د کمښت سبب کېږي چې وروسته د کم خونۍ ستونزه زېږوي.

په سرو کروياتو يانې د وينې په سرو حجرو کې موجود او په وينه کې د اوکسيجن د انتقال مسول هېموګلوبین د جوړېدو لپاره اوسپنې ته اړتيا ده، د اوسپنې کم والی ډېر وخت د کم خونۍ سره يو ځای ذکر‌ کېږي، ځينې وخت په بدن کې د اوسپنې نه هضم کول هم ددې سبب شي چې بدن د اوسپنې د‌ کم والي سره مخ شي.

اوسپنه د وينې په سرو کروياتو کې د موجودو هېموګلوبینو بنسټيز توکی دی، د اوسپنې د کم والي لومړۍ ستونزه د وينې کم والی يا کم خوني وي.

د اوسپنې د کم والي سببونه
ځينې وخت يو کس هغه ډول خواړه، مېوې او سبزۍ لږ خوري چې اوسپنه لري دا هم ددې سبب کېدی شي چې په بدن کې د اوسپنې کم خوني رامنځته شي، ځينې وخت بيا د معدې‌، کولمو او نورې ستونزې ددې سبب کېږي چې اوسپنه په بدن کې ښه هضم نشي دا هم ددې سبب کېږي چې بدن د اوسپنې د کم والي سره مخ شي.

د وينې له لاسه ورکول دا که د حادثې په ډول وي يا هم د ښځينه و د مياشتيني عادت په ډول وي او هم ځينې نور سببونه ولري ددې لامل کېږي چې په بدن کې د اوسپنې کمۍ رامنځته شي.

په ځانګړي ډول د اومېدوارۍ په وخت کې د اوسپنې د کم والي چانس ډېر زيات وي پدې وخت کې بايد اومېدواره مېرمنې حتماً د اوسپنې له لوري تقويه شي.

په بدن کې د اوسپنې د کم والي نښې نښانې
هغه کسان چې د اوسپنې کم والی لري په لوی احتمال د کم خونۍ سره هم مخ وي، دا ډول کسان ډېر وخت د لږ کار کولو سره فوراً ستړي کیږي، کله کله ان د نفس تنګۍ له ستونزې سره مخ وي، ددې ترڅنګ ددې ستونزې لرونکي کسان د سر له درد او د سر له ګرځېدو څخه هم ډېر وخت کړېږي، وېښتان یې ډیر وخت وچ او يو ډول سپېره او بې ځانه وي، ځینې وخت بيا ډېر وږي وي او زياته اشتها لري، لاسونه او پښې یې ډېر وخت ساړه وي او له دې څخه په پرلپسې ډول شکایت کوي.

د اوسپنې د کم والي تداوي
د‌ اوسپنې د کم والي او کم خونۍ څخه کړېدونکي کسان بايد هغه خوړو ته لومړیتوب ورکړي چې په زياته کچه اوسپنه لري، د مثال په ډول سره غوښه، د چرګ غوښه، د ماهي غوښه، هګۍ او وريجې زياتې وخوري.

په دوهم قدم کې که ستونزه جدي وي نو ناروغ کولي سي چې روغتون ته ولاړ شي د اوسپنې د تقویې درمل هم واخلي، که اړتيا یې عاجله وي او يا يې هم د هاضمې سيستم ستونزه لري نو کولی شي چې په روغتون کې د رګ له لارې همدا مواد ترلاسه کړي.

که تداوي نشي کومې ستونزې زېږوي؟
د فزيکي او ذهني فعاليت کم والی، د زړه د خپلې د خطر د زيات والي، د نفس تنګۍ ستونزه، د نوکانو د شکل خراب والی، ژر ساړه کېدل.

د اوسپنې د کم والي لپاره څه ښه دي؟
هغه کسان چې د اوسپنې د کم والي سره مخ وي بايد مېوې او سبزۍ ته ځانګړی پام وکړي، داسې شيدې هم ګټه لري چې غوړ یې زيات نه وي، سره غوښه، د ماهي غوښه، هګۍ، وچ اليان، ددې ترڅنګ دا ډول کسان بايد د ويټامين سي له اړخه بډای خواړه هم وخوري مثال ګرېفورټ او مالټې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.