پولیسو ته د ورپرنجېدو له امله یو کلن زندان
خبریال وېب پاڼه/په بریتانیا کې یوې محکمې هغه کس ته د بند یو کلنه سزا واوروله چې پولیسو ته یې په کرکجن انداز پرنجی ور کړی ؤ او ورته ویلي یې وو چې کورونا نیولی دی.
د پال لېورز په نوم دغه محکوم کس د بریتانیا د مینفیلډ ښار اوسېډونکی دی. نوموړی که څه هم کورونا نه ؤ خو پولیسو ته یې ویلي وو چې دی کورونا ویروس باندې اخته دی. پال په خپل جرم اعتراف کړی دی او محکمې ورته د یو کال سزا اورولې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په ټوله اروپا کې د کورونا له امله تقریباً ټول هېوادونه او ښارونه د قرنطین نپه حال کې دي او په تګ راتګ او ټولو هغو فعالیتونو باندې چې له امله یې دغه ویروس خپرېږي، بندیز لګېدلی دی.
په اروپا کې ایټالیا، اسپانیا، فرانسه، بریتانیا او ګڼ شمېر نور هېوادونه د کویډاـ۱۹ ناروغۍ تر بشري ناورین لاندې شپې ورځې سبا کوي. تېرې دوې اونۍ په اروپا او امریکا کې د کورونا له امله تر ټولو خونړۍ او هېښوونکې وې چې په کې د کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر په بې سارې توګه لوړ شو او دغه شمېر قریب ۸ لکو کسانو ته رسېږي.
د امریکا، اروپا او آسیا لویې وچې د زبرځواکو هېوادونو په تېرو څو ورځو کې ټلیفوني اړیکې لرلې او د دغه نړیوالې وبا لپاره یې پر ګډو همکاریو ټنګار کړی دی. لا څرګنده نه ده ې دغه ویروس به څومره نورې قربانۍ اخلي خو ویل کېږي را روانې اونۍ که د دغې ویروس لپاره درمل او د قابو کولو لړۍ ځواکمنې نه شي، ښایي د تلفاتو شمېرو کې په بې سارې توګه لوړ والی راشي.
اوس مهال په ټوله نړۍ کې د روغتیایي موادو او سامان آلاتو د کمي خبرونه د رسنیو سرټکي جوړوي چې امریکا، برتانیا او یو شمېر نورو هېوادونو په خپلو تخنکي کسه کارانو باندې غږ کړی چې په بېړنۍ توګه دغه وسایل جوړ او د روغتونونو په واک کې ورکړي خو دا چې څومره وخت به نیسي، معلومات نه شته.
په افغانستان کې د روغتیایي توکو د کمښت له امله د روغتیا وزارت په مکرر ډول خپلې اندېښنې شریکې کړې دي او ورسره هم مهاله له چین څخه د روغتیایي موادو او سامان آلاتو څخه د ډکې الوتکې د راتلو خبره هم کېږي خو تر اوسه کابل ته دا مواد را رسېدلي نه دي.
بریتانوي پال لېورز ته د محکمې د یو کلنې سزا په اورولو سره د دغه هېواد پولیس او په ځانګړې توګه د همدغې قضیې ښکېل افسران خوشاله شوي او له محکمې څخه یې مننه کړې ده.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.