The news is by your side.

“ښکېل لوري دې د جګړې پر ځای کورونا وځپي”

خبریال وېب پاڼه/د بشري حقونو د څار نړیواله اداره په خپل تازه بیان کې د افغان جګړې پر ښکېلو لوریو باندې غږ کوي چې د جګړې پر ځای د کورونا پر وړاندې ګډه مبارزه وکړي.

دغه اداره وایي حکومت او طالبان دې د کورونا پر وړاندې ګډې مبارزې ته را ودانګي. دوی زیاتوي چې دغې نړیوالې معضلې په افغانستان کې هم د ملیونونه افغانانو اندېښنې را پورته کړې دي او د دغې ناورین پر وړاندې که مبارزه و نه شي، افغانان به یې تر بل هر چا زیاته قرباني پرې کوي.

سرچینه وایي چې اوس وخت کې باید د جګړې دواړه لوري په خپلو کې د ورلو پر ځای دغې وبا ناروغۍ ته را ودانګي.

دا په داسې حال کې ده چې طالب اورپکو تېره ورځ په زابل او تخار کې ۱۸ افغان سرتېري شهیدان کړل. دوی د بدخشان پر یمګان ولسوالۍ هم هجوم ور وړی ؤ. د طالب اورپکو وروستیو برېدونو عام افغانان اندېښمن کړي دي.

دوه ورځې وړاندې په کندز کې هم وسلوالو مخالفینو پر یو شمېر پوستیو برید کړی ؤ. کابو دری اونۍ ورړاندې حکومت پر طالبانو غږ وکړ چې له کورونا سره د مبارزې په خاطر دې تاوتریخوالی کم کړي تر څو حکومتي روغتیایي ټیمونه لرې پرتو سیمو ته لاړ شي او د کورونا ویروس د شکمنو پېښو پر وړاندې خپل لومړني اقدامات وکړي.

روانه اوسنۍ د افغانستان لپاره د کورونا ویروس تر ټولو بده اونۍ بلل کېږي چې له ۳۰ څخه د مثبتو پېښو ګراف تر ۱۷۸ پورې ورسېد. په ورته وخت کې په هرات ولایت کې د کورونا د ناروغانو لپاره یو سل بیستریز روغتون باندې کار روان دی چې ټولې چارې یې تقریباً د بشپړېدو په حال کې دي. دوه ورځې وړاندې په ننګرهار کې هم د کورونا د تشخیص لپاره د غه ولایت د عامې روغتیا ریات ته یو روغتون پرانیستل شو.

پرون دوشنبه هم په کابل کې د کورونا د تشخیص یو بل روغتون پرانیستل شو چې په دې سره په ټول هېواد کې تر دې دمه ۴ روغتونونه د کورونا لپاره پرانیستل شول. دولت اعلان کړی دی چې د اړتیا پر مهال به د دارلمان ماڼۍ په ګډون په بېړنیو حالاتو کې له ښوونځیو څخه هم روغتیایي مرکزونه جوړ کړي.

د بښنې نړیوال سازمان همداراز اندېښنه څرګندوي چې په افغانستان کې زرګونه کسان بې ځایه شوي دي. دوی د پسرلنیو ورښتونو له امله د زیانمنو شویو کورونو یادونه هم کوي او پر ښکېلو لوریو غږ کوي چې د اړتیا په صورت کې باید ټولو سیمو ته بشر دوستانه مرستې هم ورسول شي. دوی همداراز د سولې لپاره د بین الافغاني خبرو پر ژر پیلدو هم ټینګار کوي او وایي چې په افغانستان کې روانه بدمرغي باید هر څومره ژر کې کېږي، ختمه شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.