The news is by your side.

بامیان لومړنی ولایت شو چې جوماتونه تړي

خبریال وېب پاڼه/وروسته له هغه چې د جمعې په ورځ له کورونا سره د مبارزې په خاطر په بامیانو کې د بند امیر ملي پارک وتړل شو، اوس په تازه اقدام کې د دغه ولایت جوماتونه هم بند شول.

د بامیانو ولایتي چارواکو رسنیو ته په خپله استول شوې خپرپاڼه کې ویلي چې د دغه ولایت د حج او اوقافو رییس، د اخوت شورا، دیني علماوو او د پوهنې وزارت د دیني چارو ریاست او یو شمېر نورو خطیبانو او دیني عالمانو په ګډه ناسته کې په یاد شوي ولایت کې د جمعې له لمانځه سربېره په دغه ولایت کې جوماتوه تر راتلونکي اعلان پورې تړلي وي.

د هېواد په کوم بل ولایت کې ورته اقدام نه دی شوی خو بېرونۍ اسلامۍ نړۍ کې یو شمېر هېوادونو وار له مخې دیني مراکزو ته پر تګ او د جمعې په لمانځه کولو بندیز لګولی ؤ. تېره میاشت سعودي عربستان ته د حج عمرې لپاره پر ورتلونکو کسانو باندې بندیز ولګاوه او کعبې شریفې ته یې د ټولو مسلمانانو ورتګ محدود کړ.

دا اقدام وروسته له هغه وشو چې کورونا ویروس د چین له پولو واوښت او په یو نړیوال ناورین بدل شو. له سعودي وروسته د مصر د الازهر ادتحادیې عالمانو هم په دغه هېواد کې په جوماعتونو بندیز ولګاوه او د یوې فتوا په ترڅ کې یې ټولو مسلمانانو ته لارښوونه وکړه چې له کورونا وژونکي ویروس څخه د ژغورنې په نیت په خپلو کورونو او یا داسې ځایونو کې چې هلته لوی جمیعت نه وي، خپل عبادتونه ترسره کړئ.

د افغانستان په یو شمېر نورو ښارونو کې، چېرته چې د کورونا مثبتې پېښې ثبت شوې دي، پر عمومي جمیعتونو او پنډغالو بندیز لګېدلی دی او خلکو ته په کورونو کې د تم کېدو ویل شوي دي.

د بامیانو ولایتي چارواکو په دغه ولایت کې پر نورو غیر ضروري را ټولېدنو، د کوژدې مراسمو، ودونو، غونډو او فاتحه اخیستلو باندې بندیز لګولی دی. دوی یو بل نوی اقدام هم کړی دی چې دغه ولایت ته نه له نورو ولایتونو څوک ور پرېږدي او نه له بامیانو څخه څوک د باندې پرېږدي. ولایتي چارواکي زیاتوي چې بامیان د ۱۴ ورځو لپاره بشپړ قرنطین دی او هېڅوک بهر ته د تګ راتګ اجازه نه لري.

د ولایتي ادارې چارواکي وایي چې په پام کې لري د دغه ولای له سوداګرو سره هم ناسته وکړي تر څو د لومړنیو توکو د بیو د احتکار مخه ونیسي. دا په داسې حال کې ده چې په ټول هېواد کې تر اوسه کابو ۱۷۸ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې له ډلې یې څلور مړه او پینځه نور بېرته جوړ شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.