The news is by your side.

کرونا ویروس خو زندانیانو شاوخوا زر تنه آزاد شوي دي

د کرونا ویروس خو زندانیانو شاوخوا زر تنه آزاد شوي دي
خبریال وېب پاڼه/ حکومت تېره پنجشنبه د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره، د ښځو، ماشومانو او ناروغانو په ګډون د افغانستان له زندانونو د شاوخوا ۱۰ زره بندیانو د خوشې کېدو فرمان ورکړ. خو تر دې دمه زر تنه ازاد شوي.

حکومت ویلي، هغه بندیان چې د کورني او بهرني امنیت پر خلاف یې جرمونه ترسره کړي، نه‌خوشې کېږي.

د کرونا ويروس د مخنيوي په خاطر د ولسمشر غني د ځانګري فرمانونو له مخې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د جنايي جرمونو زندانيان د هېواد بېلابېلو ولایتونو له زندانونو ازاد شول.

دغه زندانیان په پکتیکا، خوست، غزني، نورستان، نیمروز، بغلان، سمنګان، کونړ، جوزجان، میدان وردګ، کندهار، زابل، پروان، کاپیسا، ارزګان، هلمند او ننګرهار له زندانونو څخه په تېرو څو ورځو کې خوشې شوي دي.

چې له دغو زر تنو یې، ١٦ له پکتیکا
٢١پکتیا، ٦١ننګرهار ، ٥٠کندهار، ١٢میدان وردگ، ٣٢خوست، غزني ٢٨، ١٤١هرات، ٤ نورستان، ٧٠ له بغلان او له سمنګان ٢٩ ازاد شوي او تر راتلونکو ورځو پورې به تر ٥٠٠ نور زندانیان هم آزاد کړل شي.

چارواکي وایي، دغه بندیان په زندانونو کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه خوشې شوي دي.

بل لورته د افغانستان دولت او طالبان باید په فوري توګه د ملګرو ملتونو سازمان او نورو مرستندویه بنسټونو سره همکارۍ وکړي، څو میلیونونه افغانانو لپاره چې د کرونا ویروس له ګواښ سره مخامخ دي روغتیایي آسانتیاوې برابرې کړي.

ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي دي، چې په افغانستان کې میلیونونه بې ځایه شوې کورنۍ روغتیایي آسانتیاوو ته محدود لاس رسی لري. او د افغانستان دولت او طالبانو ګډه همکاري کولای شي بشر دوستانه مرستو ته د هغوی مرسته آسانه کړي.

د ملګرو ملتونو د بشر دوستانه حقونو څار ډلې د آسیایي برخې مرستیال د جګړې له ټولو ښکېلو خواوو څخه غوښتي چې په ټول افغانستان کې روغتیایي کارکوونکو او مرکزونو باندې له برید څخه ډډه وکړي.

بل لور ته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، هېواد یې د کرونا ویروس سره د مقابلې لپاره چمتوالی لري.

ډونالډ ټرمپ ویلي دي، چې راتلونکې ورځې به په امریکا کې د کرونا ویروس وروستی حد او تر ټولو زیاتې ننګونکي ورځې وي.

خو نوموړی وایي د دغه ویروس پر وړاندې یې د مبارزې لپاره بشپړ چمتوالی نیول شوی او دمګړۍ لس امریکایي کارخونې د تنفسي دستګاوو د جوړېدو په حال کې دي.

دا په داسي حال کې ده چې په امریکا کې د کرونا ویروس باندې د اخته کسانو شمېر څه باندې یو سلو شپېته زره تنو ته رسېدلی چې له یادې شمېرې درې زره تنه یې مړه شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.