کندهار کې په کرونا اخته کس له روغتونه رخصت سو
خبریال وېب پاڼه | په کندهار کې د کرونا ویروس د درویو مثبتو پېښو څخه لومړي کس بشپړه روغتیا ترلاسه او د روغتونه رخصت سو
په همدې موخه دکندهار والي، د عامي روغتیا رئيس او په کرونا ویروس اخته روغ سوي ناروغ ګډ خبري کنفرانس ورکړ.
په کنفرانس کې لومړی د عامي روغتیا رئیس ډاکټر اشرف نادري وویل، یوه میاشت مخکی ډاکټر داوود درمان کې د کرونا ویروس نښې نښاني لیدل سوي وې، چي ورسره سم په کندهار کې د کرونا ویروس لپاره ځانګړي سوي روغتون کې قرنطین او لس ورځي وروسته یې د تشخیص پایله مثبته سوه، چي تر هغه وروسته تر جدي صحي مراقبت لاندي ونیول سو.
د عامي روغتیا رئيس وویل، تر څه مودې صحي مراقبت وروسته نوموړي شخص کې د کرونا هېڅ علایم ښکاره نه سول او بېلګې یې مرکز ته ولېږل سوې، چي د نتیجي تر راتګ وروسته یې معلومه سوه، چي نوموړي د کرونا ویروس څخه خلاص سوی او پرېکړه مو وکړه، چي نور به یې له روغتونه رخصت او خپل عادي ژوند ته به ادامه ورکوي.
هغه یادونه وکړه، د یوې هفتې په جریان کي به په دې ولایت کې د کرونا ویروس د تشخیص لابراتور فعاله کړي او په خبره یې تر دې مهاله یې د کرونا ویروس ۱۴۰ شکمنې بېلګې کابل ته لېږلي، چي د ۱۰۶ څخه یې د ۱۰۳ هغو نتیجه منفي راغلي او تازه دوې نوي مثتبې پېښې ثبت سوي دي، چي دم ګړی هغوی هم قرنطین او تر روغتیايي مراقبت لاندي دي.
ډاکټر نادري زیاته کړه، د هرات څخه راتلونکو مسافرو لپاره یې په سیلو کې درې ټیمونه مؤظف کړي، تر څو مسافر تر چک وروسته کندهار ته راپرېږدي او همدارنګه یې د عامه پوهاوي په برخه کي ګرځنډه ټیمونه، د واکسین رضاکاران او ۱۳۰۰ کسان داوطلب د پوهنتونونو محصلین په ښار او ولسوالیو کي د کرونا ویروس په اړه خلکو ته پوهاوی ورکوي او همدارنګه علمای کرام هم د منبر او رسنیو له لاري د دغه خطرناکه ویروس په اړه خلک د وقایوي تدابیرو تطبیق ته رابولي.
د کرونا ویروس څخه تازه روغ سوي کس ډاکټر درمان رسنیو ته وویل، دی تر اوسه هم په دې نه پوهېږي، چي له کومه ځایه په کرونا ویروس اخته سو او په خبره یې یوه میاشت مخکي پاکستان ته یو روغتیايي مشکل د درمنلي په موخه تللی و او تر هغه وروسته یې هره ورځ زیات شمېر ناروغ تداوي کړي، د ځینو هراتي محصلینو سره هم نږدې پاته سوی او په ګڼه ګوڼه ځایونو لکه ورزشي کلب او رستورانتونو کي هم ګرځېدلی دی.
هغه څرګنده کړه، چي یوه میاشت مخکي ده ته لومړی د ستوني وچوالی، وروسته د ستوني درد، وچ ټوخی، لوند ټوخی او د بدن د عضلاتو شدید دردونه پیدا سول او په خبره یې یاد مراحل په کرونا ویروس د اخته کېدو پړاوونه دي، چي دی اوس ترې د بشپړې روغتیا احساس کوي او دا مهال په ځان کي د کرونا ویروس هیڅ نښي نښانې نه ویني.
هغه د ټولو ولسونو وغوښتل، چي د ډاکټرانو له لوري د وقایوي تدابیرو لپاره توصیه کېدونکي لارښووني جدي عملي کړی، ځکه په خبره یې دی یو ډاکټر دی او دغه ویروس ډېر اغېز پر ونه کړ، ولي یو عادي کس بغیر د ډاکټر له لارښوونو په خپل سر له دغه ویروس سره مقابله نه سي کولای.
هیواد
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.