The news is by your side.

عبدالهادي ارغندي وال د مالیې وزارت سرپرست شو

خبریال وېب پاڼه/نن سه شنبه د روانې مارچ میاشتې ۳۱ مه نېټه ولسمشر د یوه فرمان له مخې د عبدالهادي ارغندوال د مالیې سرپرست وزیر وټاکه او یو شمېر نورو څوکیو ته یې کسان وګمارل.

بل پلو د بهرنیو چارو وزارت په وړاندیز او د ولسمشر په منظورۍ انجنیر ذکیه وردګ په هند کې د ممبي لپاره د افغانستان جنرال قنسل وټاکل شوه، تر څنګ یې جاوید احمد په عربي متحده اماراتو کې د د وزیر مختار د مستشار په توګه او سید لطف الله سادات په بن کې د جنرال قنسل په توګه ګمارل شوی دی.

حکومت وروسته له هغه د خپلې کابینې پر جوړولو لګیا دی چې تېره ورځ د ولسمشر ستر سلاکار وحید عمر رسنیو ته وویل په نیږدې راتلونکي کې به د نوي حکومت کابینه هم بشپړه شي.

دا په داسې حال کې ده چې حکومت په تېرو ورځو کې له پخواني اجرایه رییس سره په را منځته شوې سیاسي خلا باندې متواتر بحثونه لرل او تېره ورځ د پخواني ولسمشر کرزي د کابیې غړي او مشاور رسنیو ته وویل چې وړمه ورځ د ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله تر منځ شوې خبرې اترې هیله بښونکې وې او تمه ده چې را منځته شوی سیاسي کړکېچ په نیږدې راتلونکي کې حل شي.

یو شمېر سیاسي شنونکي او په حکومت کې ښکېلې کړۍ وایي چې پخوانی اجرایه رییس په دې هڅه کې دی چې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د جوړېدونکې (مصالحې عالي شورا) مشري ترلاسه کړي.

په تېرو څو ورځو کې جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف، پخوانی ولسمشر حامد کرزی، یونس قانوني او کریم خلیلي په دې هڅه کې دي چې د دواړو مشرانو تر منځ ستونزه هواره او یوې سیاسي حل لارې ته سره ورسېږي.

ویل کېږي د بهرنیو چارو وزات لخوا په سفارت خونو او نورو اړوندو ادارو کې ژور تغیرات او تازه ګمارنې کېږي. ولسمشر د خپلې لوړې مراسمو پر مهال وویل چې یو هر اړخیر او د ټولو قومونو، ژبو، او مذهبي جوړښتونو له مخې به خپله نوې کابینه جوړوي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال په خپل ټویټر باندې د عبدالهادي ارغندیوال د ګمارنې سره لیکلي دي چې ولسمشر غواړي یو ځل ټوله کابینه پوره کړي، وروسته یې ولسي جرګې ته د باور د رایې اخیستلو لپاره ور معرفي کوي.

په ورته وخت کې ځینې ځینې سرچینې د بهرنیو چارو وزارت لپاره د امنیت شورا د پخواني سلاکار حنیف اتمر د ټاکل کېدو خبر هم ورکوي خو تر اوسه کومې رسمي سرچینې دا خبر تائید کړی نه دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.