The news is by your side.

هند له افغانستان سره د طبي او خوراکي توکو مرستې کوي

خبریال وېب پاڼه/ هند غواړي افغانستان ته د هوایي دهلیز له لارې خوراکي او طبي مرستې را واردې کړي.

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي، افغانستان سره په اوسني کرونایي وضعیت کې د خوراکي توکو، درملو او طبي سامان آلاتو د مرستې ژمنه کړې.

نوموړي دا ژمنه افغانستان کې د هند سفیر ویني کومار سره پرون د ویډیو کال له لارې کړې دي.

د هند له لوري به ډېر ژر افغانستان ته د هوایي دهلېز له لارې د خوراکي توکو، درملو او طبي آلاتو جوپه را ورسېږي.

هند د افغانستان سره یو له هغو دوستو هېوادونو دی، چې تل یې په سختو حالاتو کې ورسره په بېلابېلو برخو کې مرستې کړي.

بل لور په افغانستان کې د برېټانیا سفیرې الیسن بلیک هم افغانستان سره د کرونا ضد مبارزه کې د مرستې ټټر وهلی او ویلي یې دي، د افغانستان هر راز مرستې او لاسنیوي ته چمتو دي.

اوس مهال د کرونا ویروس د خپرېدو له امله نړۍ له اقتصادي بحران سره مخ ده او په ځانګړي توګه د بې وزلو هېوادونو وګړي ان لومړنیو خوراکي توکو ته لاس رسی نه لري.

په ورته مهال افغانستان ته هم د کرونا ویروس په رارسېدو سره د خوراکي او لومړنیو اړتیا وړ توکو بیې لوړې شوې دي.

که څه هم حکومت یې پر وړاندې اقدام وکړ، خو بیا هم د هټۍ والو له لوري د خوراکي توکو بیې له لوړېدو وروسته ډېرې نه دي ټیټي شوې.

د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه هېواد یو شمېر لوی او واړه ښارونه قرنطین شوي او د ګڼې ګوڼي او تګ راتګ پر ځایونو بندیز لګېدلی.

خو یو شمېر بې وزله هېوادوال چې د ورځې د کار له مخې خپلو اولادونو ته د سبا بېګا ډوډۍ پیدا کوي، اندېښمن دي او وایي چې خوراکي توکي نه لري او نه شي کولی پر کور کېني.

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ولایتي ادارو له لوري د کرونا فنډ مرستندویه صندوقونه جوړ شوي، چې ناچارو هېوادوالو سره به مرستې ووېشي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.