The news is by your side.

افغانستان ۱۹۶ او نړۍ کې ۸۵۸ زره پېښې ثبت شوې

خبریال وېب پاڼه/تېره شپه د عامې روغتیا وزرات اعلان وکړ چې په ټول هېوېاد کې له ګڼو مشکوکو پېښېو څخه ۹ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د دغه وزارت ویاند وایي چې په ۴۵ مشکوکو پېښو کې یوازې ۹ مثبتې پېښې ثبت شوې، چې له ډلې یې ۶ له کابل او له غزني، بغلان او پکتیتکا څخه یوه یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده. دې سره په ټول هېواد کې د کرونا ځپلو شمېر ۱۹۶ ته ورسېد.

هخوا په نړۍ کې بیا د کورونا ځپلو شمېر تر ۸۵۸ زرو واوښت. دا په داسې حال کې ده چې پّ وروستیو څو اونیو کې امریکا او اروپا د دغه ویروس تر سخت برید لاندې لاغلي دي. یاده دې وي چې په ټوله نړۍ کې تر دې مهاله تر ۴۰ زرو زیات کسان د کورونا ویروس له امله وژل شوي دي.

په دې کتار کې ایتالیا تر بل هر هېواد د ډېرو قربانیو ورکوونکو هېوادونو په سر کې ده. ورپسې اسپانیا ده چې تر ۸ زره زیات کسان یې د کورونا له امله وژل شوي دي. هخوا د امریکا د مړو شمېر تر چین هم واوښت او د قربانیانو مجموعي شمېر یې تر ۳۴۱۵ پورېط ورسېد، په داسې حال کې چې د چین قربانیان ۳۳۰۹ کسانو ته رسېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان په خپل یوه تازه بیان کې پر آسیایي هېوادونو غږ کړی چې د دغه ویروس پر وړاندې بې غوري مه کوئ او په وینا یې دا تر بل هر څه ډېر خطرناک کېدلی شي. کورونا اوس د نړۍ په تقریباً هر هېواد کې خپلې رېښې غځولې دي او د ټولو هېوادونو لپاره په یو لوی سرخوږي باندې اوښتی دی.

ویل کېږي کویډاـ۱۹ ناروغۍ ټوله نړۍ او په ځانګړې توګه بېوزله هېوادونه له اقتصادي ځوړ سره مخ کړي دي. په دې وروستیو کې د پاکستان او ایران پر اقتصادي بحران هم د پام وړ بحثونه روان دي او داسې انګېرل کېږي چې که کورونا په نوره هم وغځېږي، دغه هېوادونه به یوې بلې لویې سیاسي او اقتصادي خلا ته ورسوي.

په افغانستان باندې هم امریکا د یو ملیارد ډالري مرستو د کمولو ګواښ کړی دی. په ورته وخت کې څو ورځې وړاندې د عامې روغتیا وزارت وویل چې دغه وزارت ته ځانګړې شوې بودیجه کمه ده او نه شي کولی د ناروغانو لپاره ورباندې خپلې چارې ګړندۍ کړي.

د کویډاـ۱۹ له امله په ټوله نړۍ کې د وېرې او ترهې فضا خپره ده چې د نړۍ تر ټولو ستر او په خلکو ډک ښارونه خالي برېښي او ټول په خپلو کورونو کې د کورونا له امله بندیوان دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance