The news is by your side.

که چین نه وی پاکستان به د هېوادونو تر فشار لاندې ساه ورکړې وه

خبریال وېب پاڼه/ پاکستان چې د روان زېږدیز کال په پیل کې یې بیا میلیاردونه ډالر پور اخیستی او د تېرو پورونو د پاسه یو ځل بیا سخت پوروړی شوی، اقتصادي کارپوهان یې وایي که چین نه وی پاکستان به د سعودي عربستان او نورو هېوادونو تر سختو فشارونو لاندې ساه ورکړې وه.

پاکستان د روتن زېږیز کال په لومړیو پنځو میاشتو کې له بهرنیو هېوادونو څلور نیم میلیارد ډالر پور اخیستی چې د پخوانیو پورونو سره سره یې پر اوږو دا بل دروند پور اچول کیږي.

پاکستان دا څلور نیم میلیارد ډالر د خپلو پخوانیو پورونو د خلاصولو لپاره له نوروهېوادونو اخیستې وې خو نه یې پرې هغه پورونه خلاص شول بلکې لا نور هم پوروړی شو.

په اوس مهال کې د پاکستان اقتصادي وضعیت هېڅ ښه نه دی، له بهرنیو هېوادونو سخت پوروړی دی او دا راز یې په کور دننه اقتصادي سرچینې هم کمزورې شوي.

پاکستانیان د لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ له خپل اوسني حکومت نه دي راضي او په بار بار یې له عمران خان د استعفا غوښتنې کړي.

د عمران خان د حکومت له پیل را هیسې تر دې دمه د پاکستان اقتصادي حالت ورو ورو کړکېچن کیږي او په پاکستان کې دا مهال د افغانستان د توکو په پرتله دوه چنده قیمتي ده.

د کرونا ویروس د پاکستان اقتصاد لپاره یو بله بلا وه چې په راتګ سره یې پاکستان نواو هېوادونو ته په لاس نیولو اړ کړ او د پیسو نه شتون له کبله یې بیا د تېرو پورونو د خلاصولو تابیا وکړه خو پورونه یې لا پسې درانه شول.

پاکستان په وروستیو کلونو کې له اقتصادي انزوا سره مخامخ شوی او اقتصاد یې پر شا را روان دی چې دې کار پاکستان مېشتو سوداګرو او هلته د مېشتو افغان کډوالو پر کااوبار او اقتصادي ژوند هم منفي اغېز غوړولی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.