The news is by your side.

په پکتیا کې د لوړ ولور له امله ګڼ ځوانان له واده پاتې دي

خبریال وېبپاڼه/ په ټولنيزو چارو کې د پکتيا د والي مرستياله انجينر زهرا احمدزۍ وايي، چې د دوی د ادارې د مطالعې او سروې پر اساس لوړ ولور د هلکانو او انجونو د ژوند د تاوتريخوالي تر ټولو لوی لامل دی.

احمدزۍ په یوه مرکه کې ویلي، پلرونه د خپلو اولادونو د خوشاله ژوند مسوول دي او د هر هغه څه مخه بايد ونيسي، چې له امله يې د لور يا زوی ژوند خرابيږي.

نوموړې زياته کړې:((د تاوتریخوالي او حقوق بشر کمېټې مشري زه کوم او کومې قضايا چې راځي او ما په عموم کې ستونزې مطالعه کړې، د ټولو مصيبتونو او ستونزو يوازينۍ منشا جګ ولور دی.))

د پکتیا یوه مدني فعاله ناجيه نګاه وايي چې له انجلۍ سره د زياتو پيسو اخيستو له امله د خسر په کور کې ناوړه چلند کيږي او دا حالت پر ماشومانو مستقيم منفي اغېز لري.

نګاه وويل:(( کله چې انجونې وديږي، له تاوتريخوالي او کړاوونو سره مخ کيږي، په عادي خبره وهل او ټکول کيږي. د تاوتريخوالي علت لوړ ولور او د خلکو ناپوهي ده.))

د عبدالله په نوم د احمدابا ولسوالي يو ځوان وايي چې شاوخوا څلور کاله کيږي، کوژده يې کړې، خو د  زيات ولور له امله واده نشي کولی.

نوموړي وويل چې د ولورو د شاوخوا شپږ لکه افغانيو پوره کولو لپاره يې يوه اندازه ځمکه هم پلورلې، خو خسر يې ورته ويلي تر هغه واده نه ورکوي، چې ټولې يې پيسې نه وي ور پوره کړې.

د پکتیا یو تن ديني عالم قاري خواجه الدين حقبيان وايي چې د لوړ ولور پوره کولو لپاره ځوانان په قاچاقي لارو نورو هېوادونو يا غير قانوني چارو ته لاس اچوي او په ټولنه کې اخلاقي انحراف ته لاره هواروي.

بل خوا د پکتیا د ښځو چارو رياست وايي چې د لوړ ولور د کنټرول لپاره په ځينو سيمو کې تړونونه وشول، خو د قوي قومي څار او ملاتړ د نشتوالي له امله ندي پلي شوي.

د ياد رياست مشره نسرين اورياخېل اندېښمنه ده چې لوړ ولور د کنټرول پر ځای لا هم لوړيږي او په دې برخه کې د حکومت مداخله اړينه بولي.

څه موده وړاندې د پکتيا د اطلاعات او کلتور رياست ويلي و، چې د لوړ ولور له امله په پکتيا کې شاوخوا ٪۴۰ ځوانان په خپل وخت واده نه شي کولی او کابو ٪۱۰ نور په دايمي ډول له ګډ ژوند جوړولو پاتې کيږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.