پولیسو د عمران خان پر ضد راټول شوي استادان وهلي
خبریال وېبپاڼه/ د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د کور مخې ته د خپلو غوښتنو لپاره راټول شوي ښځینه او نارینه استادان د پولیسو لخوا وهل شوي، چې ګڼ شمېر یې ژوبل دي.
پاکستاني رسنۍ وایي، د پنجاب له بېلابېلو سیمو شاوخوا ۷۰۰ ښځینه او نارینه استادان تیره ورځ د خپلو غوښتنو په پلوۍ اسلام اباد کې د لاریون په توګه راټول شوي و، چي وروسته د عمران خان د کور خوا ته ولاړل.
راپورونه کاږي، کله چې دا مظاهره چیان د خان کور ته غځېدلې لویې لارې ته سم شول نو پولیسو یې مخه ونیوله او ورته یې وویل چې هغوی باید په وړاندې لاړ نه شي؛ خو مظاهره چیانو چې د وړاندې تګ هڅه وکړه نو پولیس په کوتکونو ووهل اؤ اوښکې بهونکی ګاز یې هر پرې غورځولی دی.
د دغې نښتې له امله په لسګونو استادان ژوبل شوي او د استاذانو اتحادیه دعوه کوي چې دهغوی ګڼ شمیر کسان پولیسو نیولي هم دي.
حکومت تر اوسه د دغه لاریون او د لاریون والو د وهلو په اړه څه نه دي ویلي.
پولیس بیا وایي د پولیسو سره د دغه اخ و ډب باوجود یو شمیر استادان د عمران خان د کور مخې ته رسېدلي. خو ځېنو نورو بیا په ملپور چوک کې پرلت وهلی او مری ته غځېدلې لاره یې وتړله.
داستاذانو داتحادیې مشر قاسم بخاري بخاري رسنیو ته ویلي چې حکومت دې د دوی غوښتنې ومني، که نه لاریون به یې دوام ولري.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.