ایا پاکستان غواړي چې طالبان سوله وکړي؟

لیکوال: هادي مخلص

خبریال وېبپاڼه/ پاکستان تل دوه مخی سیاست مخته وړی دی ، تل یې هڅه کړې چې په دوه مخي سیاست سره افغان حکومت او نړیوال دوکه کړي. تازه د ملا برادر په مشري د طالبانو د قطر دفتر نهه کسیز پلاوي هم دغه هېواد ته سفر کړی او غواړي د افغان سولې او جګړې په اړه نوي فرمایشات راوړي، ځکه د طالبانو ټول مشران په پاکستان کې ‌‌‌‌‌‌ډېر خوندي ژوند لري، هلته یې کاروبار او تجارت دی، اولادونه او شتمنۍ ټول یې هلته خوندي دي. دا د پاکستان له وسه پوره دي چې وسله وال طالبان سولې ته کېنوي خو د پردې تر شا دا کار نه کوي، دا چې پاکستان له یوه ناڅرګنده سرنوشت سره مخ دی او تر سختو فشارونو لاندې دی نه غواړي چې د خپل لاس وسلې یعنې طالبان دې له افغان حکومت سره سوله وکړي.

 یو دلیل یې دا دی چې پاکستان غواړي په افغانستان کې جګړه توده وساتي او سیمه ترې نارامه وي بل دا چې اوس په ټول پاکستان کې د پښتنو پيل شوی تحریک هم د پاکستان د پاره یو سر خوږی جوړ شوی او د پاکستان پوځ یې سخت ورخطا کړی دی، نو دوی له طالبانو څخه په خپله نفع په هر حالت کې استفاده کولی شي .

‎په دې وروستیو کې افغان او پاکستاني چارواکي څو ځله سره کېناستلي دي، تر څو طالبان د سولې خبرو ته کینوي او د افغانستان جګړې ته نور د پای ټکی کېښودل شي، ځکه چې دا جګړه د افغانانو نه ده نو دا تپل شوې جګړه نوره افغانانو ته د زغم وړ نه ده، خو باورنه شته چې پاکستان به کله هم طالبان سولې ته کینوي.

‎ ‎ افغانان په هر حالت کې سولې ته چمتو دي او سوله کولی شي، ځکه عام افغانان هره ورځ د دغې جګړې قیمت پرې کوي.

‎دوه کال مخکې د اوربند په ورځو کې موږ ولیده چې افغانانو او زموږ امنیتي ځواکونو څومره مینه طالبانو ته ورکړه، اوس باید طالبان له هر ډول وېرې پرته راشي سوله دې وکړي، د خپلې خاورې څخه د ساتنه وکړي او د پاکستان په وړاندې ددې یو موټی شي، ځکه د سیاست ډګر په جنګ نه ګټل کېږي، جنګ د هر چا په تاوان ده.

‎یوه ورځ به د خدای ج په زور او  په وطن د میینو افغان سیاسیونو د هوښیارانه سیاست په برکت سره د پاکستان دوه مخی سیاست افشاء کېږي او هم به وسله وال طالبان نور له جګړې لاس اخلي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More