The news is by your side.

ننګرهار کې د ستروسو بېلا بېل ډولونه نندارې ته وړاندې شول

خبریال وېب پاڼه/ د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست له لوري د دې ولایت د ستروسو مېوې 45 بېلا بېل ډولونه نندارې ته وړاندې کړل.

د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل د یاد نندارتون پر مهال وویل چې په دې ولایت کې 6 زره او 800 جریبه ځمکه باندې د ستروسو مېوې بڼونه جوړ دي او یوولس زره ټنه حاصلات لري چې د 429 میلیون افغانیو ارزښت لري

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رٸیس انعام الله ساپي ووبل چې په دې نندارتون کې یې د ستروسو کورنۍ مېوې”کینو، لېمو، مالټه، ترونج او نور بېلا بېل ډولونه نندارې ته وړاندې شول.

ښاغلي ساپي وویل چې سږ کال په 15 سوه جریبه ځمکه د ستروسو نور بټونه جوړوي او د بسیاینې لپاره اړینه ده چې په 25 جریبه نوره ځمکه هم بڼونه ودان شي.

د ننګرهار ولایتي چارواکو په دې نندارتون کې له کروندګرو وغوښتل چې په کرنې پانګونه وکړي او له دوی سره یې د هر راز مرستې ډاډ ورکړ.

ننګرهار یو له هغو ولایتونو دی چې هر کال د ژمي په راتګ سره ټول هېواد ته په زرګونه ټنه د ستروسو مېوې حاصلات ورکوي. او د حاصلاتو ډېره برخه یې بهرنیو هېوادونو ته هم صادریږي.

سږ ژمی د ننګرهار د غټي کوټ ولسوالۍ مالټو د نورو کلونو په څېر زیات حاصلات ورکړي او دا موسم هلته د هېواد والو مخه د چکر په موخه ور ماته ده.

د ننګرهار ولایت د مدیترانه یي اقلیم په درلودلو سره دې ولایت کې د ستروسو مېوې بوټي ښه وده او حاصلات ورکوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance