لطف الله مشعل وايي حنيف اتمر ګواښلی دی
خبريال وېبپاڼه/ تېره ورځ د لغمان ولايت پخواني والي لطف الله مشعل د بهرنيو چارو د وزير حنیف اتمر ځينې کړنې تنقيد کړې او هغه يې د وطن په خير ونه بللې، څو ورځې وړاندې د حنیف اتمر د قوله د ارمان ملي ورځپاڼې پخپله ګڼه کې وليکل چې افغانستان د لږکيو هېواد دی، که څه هم وروسته نوموړې ورځپاڼې بخښنه وغوښته چې د خبر اصل ورڅخه سهوه شوی دی خو ددې بخښنې وړاندې لطف الله مشعل يو ټويټ وکړ چې په هغه کې يې د اتمر له لوري دا ډول خبرې د قومي نفاق د رامنځته کېدو سبب بللې وې.
لطف الله مشعل د حنيف اتمر په هکله دا تنقيد هم وکړ چې هغه د پاکستان سره د ډيورنډ په کرښه باندې رسمي توافق کړی دی او اوس يې بيا په هېواد کې دننه نفاق ته ملا تړلې ده.
د اتمر ګواښونه
وروسته له دې چې لطف الله مشعل په حنیف اتمر باندې دا نیوکې وکړې نو ښکاري داسې چې د اتمر د شاوخوا کړۍ او اتمر ته یې خوند نه دی ورکړی.
مشعل پرون پخپل ټوټير کې وليکل چې د پرونۍ نیوکې له امله د حنيف اتمر له لوري وګواښل شو، مشعل ليکلي دي چې د حنیف اتمر دستيار قادر شاه ورته تلیفون وکړ او ورته ویې ويل چې پرون یې د حنيف اتمر په هکله څه ليکلي نو هغه دې ژر تر ژره پاک کړي، مشعل زياتوي چې د حنيف اتمر دستيار دا ګوتڅنډنه هم ورته وکړه چې اتمر صيب تر اوسه ستا ټويټونه نه دي ليدلي که يې وويني نو خبره به بيا ډېره خرابه شي.
د بيان په ازادۍ د اتمر حمله
د حنيف اتمر لخوا يو افغان په داسې حال کې ګواښل کېږي چې پخوا د همدې حکومت او اقتدار يو لوړ پوړی چارواکی و، د حکومت چارواکي اوس دومره زغم نلري چې يو څوک ورباندې دوه کرښې نيوکه وکړي، اتمر ددې په ځای چې د نيوکو ځواب وکړي او ملت ته حساب ورکړي بېرته د ملت غړي او افغانان ګواښي.
د حکومت يو لوړ پوړی چارواکی په داسې حال کې د افغانانو د خولې د بندولو هڅه کوي چې حکومت شپه او ورځ په رسنیو او غونډو کې دا ډول وهي چې دوی افغانستان کې د بيان ازادي رامنځته کړې ده، حکومت د يوې خوا د یوه افغان یوه نیوکه نشي زغملی او د بل خوا د بیان د ازادۍ دعوه کوي.
تور سړی اتمر
لطف الله مشعل یوازنی کس نه دی چې د اتمر په کردار او تياره شخصيت باندې نيوکه کوي بلکې ګڼ افغانان دي چې د حنيف اتمر څخه د حساب غوښتلو هيله لري.
حنيف اتمر په ۲۰۱۴ م کال کې د پاکستان د استخباراتي ادارې سره هغه تړون لاسليک کړ چې په واسطه یې د ای ایس ای مامورینو ته اجازه ورکړل شوه چې د افغانستان په زندانونو کې د بنديانو څخه تحقیقات وکړي، د هغه وخت د ملي امنیت ريس رحمت الله نبیل ددې توافقنامې د لاسليک څخه انکار وکړ او له دندې یې لاس واخيست خو حنیف دا توافقنامه لاسليک کړه.
د حنيف اتمر په هکله پوښتنې او نيوکې زياتې دي، اتمر په تېرو ټاکنو کې د ټلوالې په غېږ کې ځان واچاوه او د هغوی د یو کاندید په حيث راڅرګند شو، اتمر د ټلوالې سره ان دا منلې وه چې د افغانستان رياستي نظام به پارلماني نظام ته واړوي، دا صرف ددې لپاره چې کېدی شي د ټلوالې په مټ دی يو سمبوليک ولسمشر شي.
دا چې د چوکۍ لپاره د قدرت لپاره د اتمر دا حرص هر سړی ګوري ورباندې نيوکه کوي خو اتمر صيب هم آرام نه کېني او په یوه ټويټ سره سمدلاسه خلک ګواښي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.