The news is by your side.

د علي وزیر د وژلو نوی پلان

خبریال وېب پاڼه/ د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر چې پرون د پاکستاني ریاست له لوري په نه خبره او نه جرم نیول شوی، داسې اوازې دي چې د نوموړي ژوند او روغتیا ته خطر دی.

علي وزیر د پاکیتان د استخباراتو په یوې اشارې نیول شوی او اوس مهال نا معلوم ځای کې ساتل کیږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وایي داسې معلومات ور رسېدلي چې ګواکې پاکستانی ریاست د علي وزیر د وژلو اراده لري.

دوی په دې تړاو په دې موضوع کې د بشر حقونو نړیوالې ادارې د دخیلولو غوښتنه کړې.

دا راز ویل کیږي چې علي وزیر له زندان نه خپلې کورنۍ سره د مبایل د اړیکې پر مټ په خبرو کې ویلي چې ریاست یې د وژلو پلان لري. په زندان کې ورسره چلند خراب او له زغم لېرې دی او غواړي چې د کرونا یا په بله بهانه مې ووژني.

د پاکستان ظالم ریاست تر دې دمه د علي وزیر د کورنۍ اته لس غړي د افغانیت، په خپله خاوره د مبارزې او اختیار په تور په شهادت رسولي.

روان کال د پاکستاني ریاست له لوري د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی او د علي وزیر د کاکا زوی عارف وزیر هم په شهادت ورسېد.

د پاکستاني ریاست له لوري بار بار د علي وزیر د وژلو پلانونه هم جوړ شوي خو نوموړی یې د څو ځل زندانونو وروسته د پښتنو داحتجاجونو د فشار له امله ازاد کړی.

په لره او بره پښتونخوا او ټوله نړۍ کې د علي وزیر د نیولو په غبرګون او د خوشې کولو لپاره د پښتنو لاریونونه روان دي خو تر اوسه لا د علي وزیر په اړه معلومات نشته چې ریاست چېرې او په کوم زندان کې بندي کړی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance