The news is by your side.

بلخ، حکومت ته د تښتول شوي ماشوم د کورنۍ خبرداری.

خبریال وېب پاڼه: د بلخ ولایت د مزار شریف ښار څخه د عبدالروف په نوم د یو ورک شوي ماشوم کورنۍ او خپلوان حکومتته خبرداری ورکوي تر هغه چې عبدالروف د تښتوونکو له منګولو و نه ژغورل شي دوي به د نه خوړلو اعتصاب وکړي او کهغوښتنه یې و نه منل شي تر هغه به اعتصاب ته دوام ورکړي چې د نه خوړلو له به خپل ځانونه ووژني.

عبدالروف چې نهه کاله عمر لري ۵۶ ورځي مخکي د بلخ ولایت په مزار شریف ښار کې تښتول شوی دی.

اعتراض کوونکي وایې، حکومت لا د ماشوم په ژغورلو کې پاتې راغلی او خپل اعتراض به د ارګ تر دروازو ورسوي.

اعتراض کوونکو ۲۱ ورځي مخکې د بلخ ولایت ساخمان سیمه کې د اعتراض په ډول راټول شوي چې اعتراض یې لا دواملري دوي وایې تر هغه به خپل اعتراض ته دوام ورکړي چې عبدالروف د تښتوونکو له منګولو نه وي ژغورل شوی.

اعتراض کوونکی وایې څو ځله یې د ماشوم د پیدا کولو لپاره دولتي ادارو ته مراجعه کړي ده خو، دولتي اداري د ماشوم پهپیدا کولو کې پاتې راغلي دي.

د ورک شوي ماشوم مور زهره وايې، دوه میاشتي کیږي چې موږ هره ورځ مړه کیږو او ژوندي کیږو د زړه ویني څښو زړه موټوټه شوي دي که د کوم دولتي چارواکې اولاد دغسي برمته شوی وی نو د خپل اولاد لپاره به یې آسمان د ځمکې سره یوکړی وی خو زموږ ږغ هیڅوک نه آوري.

تښتوونکو د عبدالروف آنځورونه او ويډیوګاني د عبدالروف کورنۍ ته لیږلي چې لیدل کیږي د عبدالروف لاسونه او پښي په زنځیرونو تړل شوي او په توره تیاره کې ساتل کیږي.

د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل د ورک شوي ماشوم د پیدا کولو په نیت بلخ ولایت ته تللی دی او وایې، نن یوازيد همدي موضوع لپاره راغلی یم او تاسو سره په دی غم کې ځان شریک بولم دا درد یوازي د ترکمن ملګرو نه دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.