The news is by your side.

ټرمپ شل نه کړه؛ خو بایډن باید طالبانو ته ضرب الاجل وټاکي

خبریال وېبپاڼه/ امریکایي رسنۍ وایي بایډن د امریکا درېیم ولسمشر دی چې واک ته له رسېدو سره سم یې باید تر هر څه وړاندې د افغان جګړې برخلیک معلوم کړي.

په مطلب کې راغلي دي، بایډن باید تر هر څه وړاندې خپل پلانونه د افغانستان په اړه و ارزوي او تر هغه وروسته دې طالبانو ته واضح کړي چې دوی د سولې هوکړې د عملي کولو لپاره یو ټاکلی وخت لري او دغه ډله باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

سرچینې سولې ته د رسېدو بله لار دا هم بللې ده چې د افغان حکومت په ځینو اداراتو په تېره بیا په امنیتي او دفاعي اداراتو کې د پام وړ اصلاحات رامنځته شي او دغه ادارات تر دې هم پیاوړي کړل شي.

په دغه تحلیل کې راغلي چې دمګړی د افغانستان د سولې برخلیک نه دی معلوم، په افغانستان کې جګړه خونړۍ شوې ده او هره ورځ د لسګونه افغانانو ژوند اخلي چې دا مسئله د جدي اندېښنې وړ ده.

طالبانو د جوبایډن له بری وروسته په یوه بیان کې هغه ته یادونه کړې وه چې د دوحې تړون عملي کول د دواړو هېوادونو ترمنځ د منازعې د معقول حل ښه او مؤثره لاره ده.

دوی همدا راز ویلي و، د افغانستان څخه د ټولو امریکايي ځواکونو وتل، زموږ په هیواد کې نه مداخله، همدا ډول د افغانستان له خاورې څخه د امریکا په ضد نه استفاده، د دواړو ملتونو او هیوادونو په ګټه دي.

 طالبانو د امریکا له راتلونکي منتخب ولسمشر جو بایډن څخه وغوښتل چې د خپلو پوځیانو د ایستلو په اړه د فبرورۍ د ۲۹ نېټې پر موافقې ودرېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.