The news is by your side.

د بيان ازادي، هغه لاسته راوړنه چې حکومت ورسره په تنګ دی

د بيان ازادي، هغه لاسته راوړنه چې حکومت ورسره په تنګ دی
خبريال وېبپاڼه/ پرون د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه دا خبر تاييد شو چې د ولسمشر غني په امر به د ولایتونو د والیانو وياندويان لرې کېږي او له دې وروسته به والي پخپله د وياندويانو حیثیت هم لري.

د واليانو د وياندويانو لرې کول د هغه پلان یوه برخه ده چې حکومت غواړي د يوې خوا معلوماتو ته د خلکو لاسرسی محدود کړي د بلې همدا محدود لاسرسی داسې معلوماتو ته وي چې کاملاً سانسور شوي وي.

د حکومت دا پریکړه وروسته له هغه رسنیزه کېږي چې د واليانو د وياندويانو معلومات د لومړي مرستيال امرالله صالح د معلوماتو او په کابل کې د نورو امنیتي بنسټونو د معلوماتو سره سر نه خوري.

څه موده وړاندې چې په تخار کې د هوايي ځواکونو له لوري کوم برید ترسره شو ډېری قربانيان يې ولسي وګړي او ماشومان و، ددې پېښې او تلفاتو په هکله ددې ولايت د والي ویاند رسنیو ته خبر ورکړ، د دندې لرې شوی دا وياند وايي کله یې چې معلومات د رسنیو سره شريک کړل د ولسمشر غني په حکم درۍ ورځې په زندان کې و.

جواد هجري د تخار د والي وياند چې کوم معلومات ورکړي و وروسته د حقوق بشر د يوه څېړندوی کميسون له اړخه هم تاييد شول، خو د ولسمشر غني نازولي مرستیال دا معلومات نه منل او خپل معلومات یې ريښتيني بلل.

څو کاله وړاندې د پوليسو ویاندویان لرې شول، په ولایتونو کې د حملې او جګړې په وخت کې د ځایی پوليسو وياندویان هم په دې خاطر لرې شول چې د امنیتي وزارتونو د معلوماتو سره به یې معلومات په ټکر کې و، يانې دا چې د پوليسو ویاندویانو به د سیمې څخه لومړی لاس معلومات درلودل او څه ډول چې بدون له سانسور به يې د خلکو سره شريک کول خو کابل کې مرکزي امنیتي بنسټونو بيا ددې کار مخالفت کاوه او غوښتل یې لومړی معلومات دوی سانسور کړي بيا یې د رسنیو سره شريک کړي.

د حکومت نوې ناقصه پریکړه
د حکومت له لوري د واليانو د وياندويانو لرې کول اوس اطلاعاتو ته د خلکو لاسرسی نور هم کم زوری او سختوي، دا ښکاره خبره ده چې واليان هسې هم زیات مصروفیتونو لري او نشي کولي دوه کارونه په یوه وخت کې په مخ يوسي.

د بلې خوا واليانو څخه د هرې شېبې معلومات اخيستل د کوچنیو مسائلو په هکله معلومات اخيستل ساده کار نه دی او امکان نلري واليان په دې پسې ورسېږي.

د لاسته راوړنو اصلي دښمني
حکومت تل دا ادعا کوي چې دوی د بيان ازادي رامنځته کړې ده او ملاتړ یې کوي، په ځانګړي ډول کله چې د طالبانو سره د سولې خبرو مسله مطرح کېږي نو دوی د بيان د رسنيو او د اطلاعاتو ته د لاسرسي لاسته راوړنه ترټولو ډېره پورته اچوي.

خو اوس همدا حکومت په عمل کې ددې لاسته راوړنو په پيکه کولو په له منځه وړلو په محدود کولو او په سانسور کولو بوخت دی.

د خلکو سره د حقیقت نه شريک کول به ددې سبب شي چې د خلکو او حکومت ترمنځ د باور مسله نوره هم زده شي او پيکه شي، د خلکو او حکومت ترمنځ به فاصله نوره هم زياته شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.