The news is by your side.

غني د تخار د والي ویاند په رښتیا ویلو له دندې وشاړه

خبریال وېبپاڼه/ د تخار ولایت ویاند جواد هجري وايي، ولسمشر غني ځکه له دندې ګوښه کړچې ده په یوه برید کې د ماشومانو د شهادت خبر منلی وو او له رسنیو سره یې شریک کړی وو.

هجري وایي د ميزان میاشتې په ۳۰ مه د تالقانو په مربوطاتو کې په یوه جومات هوایي برید وشو چې په هغه کې د ماشومانو په ګډون ۱۲ کسه شهیدان شول.

نوموړی وایي، دی خپله روغتون ته تللی، ملکي وګړي یې کتلي، چي شهیدان او ټپیان وو.

د تخار د والي ویاند زیاتوي چې له دې خبر خپرولو وروسته د ولسمشر په حکم درې ورځې بندي و او بیا وروسته له بنده خوشې شو.

د دې خبر خپرېدو سره ارګ د ویاندويانو پر وړاندې سخت غبرګون وښود.

ولسمشر غني له همدې کبله د ولایت د ویاندویانو دندې لغوه او خپله والیان یې په دې مکلف کړل چې رسنیو ته به معلومات ورکوي.

د ولسمشر دې پرېکړې رسنیو ته هم سختې ستونزې جوړې کړي او خبریالان یې د معلوماتو د لاسرسي برخه کې له ننګونو سره مخ کړي دي.

خبریالان وایي له دې وړاندې دځینو ریاستونو له رئیسانو به یې په سختۍ معلومات ترلاسه کول خو وایي اوس به لا ورته سخته شي.

د دوی په خبره واليان ډېری وخت په جلسو بوخت وي هېڅکله به دوی ته پر وخت معلومات ورنه کړل شي.

بل خوا د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، د ولایتونو د ویاندویانو د بستونو د لغوه کېدو په اړه په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې اوازې ناسمې بللي او ویلي یې دي چې ویاندویان به خپلو دندو ته دوام ورکوي، خو له دې وروسته به د خپلو ولایتونو اړوند ټول معلومات راټولوي او هغه به والیانو ته سپاري.

 خپلواکې رسنۍ چې اوس هم د حکومت له‌خوا په خپل وخت له دوی سره د معلوماتو په شریکولو کې ستونزې لري، دې ته اندېښنه لري چې په دغه نوي اقدام سره به ډېر خلک په دې اړه چې په ولایتونو کې څه پېښېږي، له معلوماتو بې‌برخې شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.