The news is by your side.

پروان کې د طالبان ماین پنځه امنیتي ځواکونه شهیدان کړل

خبریال وېبپاڼه/ په پروان ولایت کې د وسله والو طالبانو لخوا د سړک پر غاړه د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې پنځه امنیتي ځواکونه شهیدان شوي دي.

د پروان د امنیه قوماندانۍ د جنایي پېښو په وړاندې د مبارزې مدیر محمد صادق هاشمي وایي، شهیدو شویو کې د پروان د لویې لارې د ساتنې قوماندان هم شامل دی.

هاشمي زیاتوي، چې دغه چاودنه تېره شپه د چارېکار ښار عبدي بای سیمه کې شوې ده.

که څه هم وسله والو طالبانو د دغې چاودنې پړه پر غاړه نه ده اخیستې، خو دغه ډول چاودنې طالبان کوي.

پرون پلازمېنه کابل کې یوه موټر بم برید ۱۰ تنه شهیدان کړل او د ولسي جرګې د یوه غړي خان محمد وردګ په ګډون ‌یې ۲۰ تنه ټپیان کړل.

طالبان دې ماینونو اېښودلو څخه ډډه وکړي

تر دې وړاندې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پر وسله والو طالبانو غږ کړی چې د استوګنې په سيمو او د سړک غاړو کې د ړندو ماينونو له کرلو څخه ډډه وکړي.
دغه کمېسیون ویلي وو: « موږ له طالبانو په کلکه غواړوو چې د بين المللي بشرپالو حقونو اصول رعايت او د ملکي خلکو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي، د استوګنې په سيمو او د سړک غاړو کې د ړندو ماينونو له کرلو څخه ډډه وکړي، چې بې له تفکيکه بې ګناه هېوادوال پکې شهیدانېږي.»

د سولې خبرې او روانه جګړه

وسله والو طالبانو د سولې خبرو له ابتدايي هوکړې سره سره د امنیتي ځواکونو او عامو افغانانو د وژلو لړۍ روانه ساتلې او هرو ورځ لسګونه بې ګناه افغانان په شهادت رسېږي.

هلته بیا د سولې خبرو کې شل ورځنۍ دمې خلک اندېښمن کړي، چې هسې نه په ټاکلې نېټه بېرته خبرې پیل نه شي او جګړه لا شدت واخلي.

امریکا بیا له ښکېلو اړخونو غوښتي چې په خپل وخت خبرې بېرته پيل کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.