The news is by your side.

د عبدالله سفرونه سولې ته ګټه رسوي که نمایشي دي؟

لیکوال: هادي مخلص

خبریال وېبپاڼه/ افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د سولې هڅو ته د ملاتړ جلبولو په موخه د ده په خبره، د تاجکستاني چارواکو په بلنه دغه هېواد ته رسېدلی دی.

عبدالله له دې وړاندې په همدې هدف پاکستان، ایران، ازبکستان او یو شمېر نورو هېوادونو ته هم سفرونه کړي دي، خو پوښتنه دا ده چې د سیمې هېوادونو ته د عبدالله سفرونه به رسمي پایلې ولري او که یوازې تشریفاتي او نمایشي دي؟

سیمي هېوادونو ته د عبدالله سفر اغیز

د عبدالله عبدالله دغه سفرونه تر ډیره بریده تشریفاتي او نمایشي دي؛ ځکه عبدالله د اوسني حکومت په تشکیل کې د تېر په څیر اجرائیوي صلاحیت نه لري او د سولې کومه پروسه چې دی یې رهبري کوي هغه به هم له ولسمشر غني سره په تفاهم او د هغه په مشوره پرمخ وړي.

څه موده مخکې دوحي ته د سفر پرمهال نوموړي او له ده سره مل پلاوي ته د پریکړو واک نه و ورکړل شوی، ځکه نوموړی د داسې پرېکړې وړتیا نه لري، چې د افغانانو تمې او اړتیاوو ته دې ځواب ووايي. هغه به ونه توانیږي چې د افغان سولې په تړاو د سیمي او ګاونډیو هېوادونو ملاحظو او اندېښنو ته د افغان حکومت په استازېتوب ځواب ووايي.

ایا د افغان سولې بهیر نوښت د افغانانو په لاس کې دی؟

شنونکي په دې باور دي چې اوسمهال د سولې بهیر اصلي واګي او واک د افغانانو له لاسه وتلی، نو ځکه ښايي د عبدالله عبدالله سفر هم د سیمي هېوادونو ته ګټور ثابت نه شي، ځکه چې د دغو سفرونو له لارې د سیمې هېوادونو ستراتیژي، فکر او نظر د افغانستان په اړه نه بدلېږي.

یوه بله اساسي موضوع دا چې تاجکستان لاهم پردې تورن دی چې طالبانو سره په د هېواد په شمال کې په پوځي او اقتصادي برخو کې مرستې کوي او ان هغو سخت دریځو ډلو ته هم وسلې ورکوي چې په مټ یې غواړي په افغانستان کې خپلو ستراتيژیکي موخو ته ورسیږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.