ولسي جرګه شاهي نظام نه دی رولا غني صلاحیت نلري

خبریال ویبپاڼه/ د افغانستان ولسي جرګې د ولسمشر غني میرمنې رولا غني بر وروستیو څرګندونو باندې غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې شاهي نظام نه دی، چې رولا غني دي هم صلاحیت ولري.

رولا غني د یوې مرکې په ترڅ کې ویلي وو، چې دافغانستان ولسي جرګه د پېر او پلور په مرکز بدله سوې او هغه وزیران چې د دوی له لوري ورته د باور رایه نه ده ورکړل سوې لاهم خپلو دندو ته دوام ورکولی سي.

د هغې له دې څرګندونو ښکاریده چې ولسي جرګه د باور رايې په بدل کې له وزیرانو څخه پیسې اخلي او بیا وروسته بریالي کیږي

ولسي  جرګې  په خپل غبرګون کې دا هم ویلي چې  په افغانستان کې د لومړۍ میرمنې په نوم کومه رسمي اداره نسته او نه هم داسې بست سته چې له هغه دي صلاحیت ولري، د دوی په وینا د رولا غني له لوري د دولت په چارو کې لاس وهنه هیڅ د منلو وړ نه ده.

دوی وايي د ولسمشر میرمن د خپل خاوند له موقفه په ګټې اخیستنې سره د ملي بنسټونو ضد څرګندونې کوي چې ښې پایلي نلري.

د رولا غني او دفتر په هکله يې هم ولسي  جرګې ویلي چې د دې دفتر بودجه باید وارزول سي ځکه چې دغه دفتر کوم قانوني بنسټ نلري او په دې باید څیړنه وسي چې د دې دفتر لګښتونه له کومه ځایه راځي

د رولاغني له څرګندونو وروسته ولسمشرۍ ماڼې  او افغان دولت تراوسه پوري څه نه دي ویلي خو ولسې جرګې پر دې ټنیګار کړی چې دغه څرګندونې او یادې سوې کړنې چې د دفتر بودجه او نور موضوعات دي باید وڅيړل سي.

تر دې وړاندې هم د افغان ولسمشر میرمني له رسنیو سره په مرکو  کې یو شمېر څرګندونې کړې خو دا ځل يې په خپلو څرګندونو د افغان پارلمان غوسه را پارولی دی

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More