The news is by your side.

ولسي جرګې ولې پخوا د رولا غني موقف او لګښتونه غیرقانوني نه بلل؟

خبریال وېبپاڼه/ وروسته له هغه چې د ولسمشر غني مېرمن رولا غني څو ورځې وړاندې په یوه مرکه کې ویلي وو چې د افغانستان پارلمان د پلور او پېر په مرکز بدل شوی او وکیلان وزیرانو ته د پیسو په بدل کې رایې ورکوي، د ولسي جرګې غړیو د دغو څرګندونو په اړه توند غبرګون وښود او ان تر دې چې د رولا غنی موقف او لګښتونه یې غیر قانوني وبلل.

د ولسي جرګې غړیو ویلي چې افغانستان په قانوني ډول د لومړۍ مېرمنې په نوم څه نه لري او نه هم په قانون کې دا بست شته، له همدې امله نوموړې بې صلاحیته ده او په دولتي چارو کې یې لاسوهنې د منلو نه دي، ځکه په خبره یې رولا غني د ولسمشر مېرمن ده، نو د ولسمشر له موقف په استفادې غیر قانوني او د ملي بنسټونو ضد څرګندونې باید ونه کړي.

دوی د لومړۍ مېرمنې په نامه د دفتر د بودیجې ارزونه هم غوښتې او ویلي یې دي چې دغه دفتر کوم قانوني بنسټ نه لري او باید معلومه شي چې دغه لګښتونه له کومه ځایه، چېرته او ولې مصرفېږي.

د وکیلانو په خبره دلته یو دیموکراتیک نظام دی خو رولا غني داسې فکر کوي چې دا شاهي نظام دی او ټوله کورنۍ کولی شي پر افغانستان واک وچلوي. دوی سخت غوسه دي چې اړوند ارګانونه باید د رولا غني پر څرګندونو څېړنې وکړي او اصلي مفسدین دې محاکمه کړي.

اوس پوښتنه دا ده چې وکیلانو تر دې وړاندې ولې د رولا غني د غیرقانوني لګښتونو، دفتر، موقف، د مېرمنو په نوم د میلیونه ډالرو بهرنیو مرستو او په اصطلاح د لومړۍ مېرمنې لقب په اړه غږ نه اوچتاوه، اوس چې یې د دوی پر ضد نیوکې چې تر ډېره پورې سمې دي، وکړي، د دوی پام شو، چې د رولا غني موقف، لګښتونه، کردار، رفتار او څرګندونې غیرقانوني دي.

یوه خبره واضح ده چې د ولسي جرګې اکثریت غړي نه ولس ته ژمن دي او نه یې د قانون په جوړولو، تعدیل او سمون کې داسې کار کړی دی، چې ګټه یې افغانانو ته ورسېږي.

د ملي دسترخوان پروژه یې لغوه کوله، چې سلګونه زره افغانانو ته یې خوراک رساوه، له امنیت شورا یې پیسې اخیستې، د خپلو معاشاتو د لوړولو لپاره یې نارې وهلې، د تورو شیشو او ناقانونه موټرو د توقف کولو په اړه یې چیغې وهلې، خو د رولا غني د غیرقانوني لګښتونو په اړه تر اوسه ګونګي و.

حقیقت دا دی، چې دلته نه ارګ مېشتي او نه ولسي جرګه کې د خلکو په رایه معامله کوونکي د افغانانو خیر غواړي، دوی هغه څه کوي، چې خپلې شخصي ګټې یې پکې خوندي وي، نور که هر چاته زیان رسېږي، پروا یې نشته.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.