The news is by your side.

برتانيا سره ګڼو هېوادونو پروازونه بند کړل

خبريال وېبپاڼه/ په برتانيه کې د کورونا ويروس د نوې بڼې د تثبيت کولو سره په دې هېواد کې د نوي کال د لمانځلو مراسم نور هم محدود شول، د ترکيې په شمول ګڼو نورو اروپايي هېوادونو له برتانيې سره پروازونه بند کړل.

په برتانیا کې چارواکي وايي چې د نوي کال د لمانځنې بنديزونه او ګرځبندیز به تر هغه پورې دوام وکړي ترڅو واکسين په عام ډول نه وي پيل شوی.

په انګلستان کې هغه ويروس چې بڼه يې بدله کړې لومړی په سېپټمبر مياشت کې وليدل شو، اوس اټکل کېږی چې په انګلستان کې دې نيمې پښې د همدې ويروس وي، چارواکي وايي ددې نوې بڼې د خپراوي سرعت ډېر زيات چټک دی.

برتانوي چارواکي څه وايي؟
د انګلستان د روغتيا د وزرات له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي دي چې د کورونا ويروس دا نوې بڼه ډېره چټکه خورېږي.

د انګلستان د روغتيا وزير کريس ويلي چې دوی دا مسله د روغتيا د نړيوال سازمان سره شريکه کړه او د زياتو معلوماتو لپاره دوی ددې ويروس په هکله اوس خپلو څېړنو ته دوام ورکوي، ښاغلی کريس د خپلو خبرو په دوام کې وايي چې تراوسه پورې دداسې کومې نښې سره نه دي مخ شوي دا ويروس دا بڼه دې تر لومړۍ ډېره وژونکې وي، خو ددې مسلې د پوره روښانتيا لپاره دوی اخته دي او خپلو تحقیقاتو ته دوام ورکوي.

د انګلستان صدراعظم بوريس جانسون هم ويلي دي چې د لومړيو معلوماتو په بنسټ دا ويروس تر پخواني په ډېره چټکۍ سره خورېږي چې تقريباً ۷۰ سلنه زياته چټکتيا ورته ویلی شو خو د خطر يا د وژنې احتمال يې تراوسه لوړ نه ښکاري.

د ويروس بڼه بدلېدل ولې خطرناک دي؟
که څه هم ددې ته په کامل ډول خطرناک نشو ویلی خو ځینې وخت بيا دا بدلون خطرناک کېدی شي، د ویروس د بڼې د بدلېدو سره د جنټیکي کوډونو بدلون د ويروس په تاثيراتو او اغېزو کې د بدلون سبب کېدی شي چې دا د کورونا ويروس لپاره په جوړېدونکي واکسين هم تاثیر کوي.

خو په برتانیا کې پوهان وايي تراوسه د کورونا ويروس څلور زره بڼې تبديل کړې دي چې صرف ډېرې محدودې يې د پام وړ بدلون درلود.

روغتيا پوهان وايي چې موجود واکسين کولي شي د کورونا ويروس بدله شوې بڼه هم تداوي کړي، پوهان وایي د کورونا ويروس لپاره جوړ شوی واکسين د ویروس د پروټينو د مختلفو برخو لپاره دفاعي مواد لري چې کولي شي بڼه بدل شوی ويروس هم له منځه يوسي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.