The news is by your side.

نړۍ کې د کرونا تازه ارقام

خبریال ویبپاڼه/ نړۍ لاهم د کرونا له بیسیاري خطر سره مخ ده او هره ورځ د دې ناروغۍ زرګونه پیښي ثبتیږي ډيری هېوادونو د دې ناروغي د کابو کولو لپاره اقدامات کړي خو کابو سوې نه ده

د تازه شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې د کرونا د مبتلایانو شمېر تر ۷۷ میلیونه زیات سوی او لاهم ویره موجوده ده چې دا شمېره به نوره هم لوړه سي تراوسه پوري له دې ناروغي څخه څه کم ۱۷ لکه انسانان مړه سوي خو بیا تر ۵۴ میلیونه زیات ترې جوړ سوي هم دي

د تازه راپورونو له مخې په بریتانیا کې د کرونا یو نوی ډول ویرویس هم کشف سوی چې په ډیره چټکۍ سره خپریږي له همدې امله دې هېواد سره یو شمېر هېوادونو الوتنې او سفرونه ځنډولي.

امریکا د هغه لیست په سر کې لاهم قرار لري چې په کرونا د  مبتلایانو شمېر پکښي خورا زیات سوی تازه شمېرې ښيې چې په دې هېواد کې په کرونا د مبتلایانو شمېر تر ۱۸ میلیونه اوښتی چې ۳لکه ۲۴زره کسان يې وژلي دي

له امریکا وروسته هند او برازیل هغه هېوادونه دي چې پکښي د کرونا د مثتبو پیښو او وژنو شمېر زیات دی تراوسه دا هېوادونه نه دي توانیدلي چې دا ناروغي کابو کړي په افغانستان کې تراوسه پوري ۵۰ زره ۶۷۷ کسان په کرونا ویرویس مبتلا سوي چې له جملې څخه يې ۲۱۱۰ کسان وژلي او تر ۳۹ زره زیات ترې جوړ سوي دي.

افغانستان کې هم ورځ تربلې د کرونا ویرویس پیښي د ډيریدولو په حال کې دي د افغانستان روغتیاپالان اندېښنه لري چې کچیري د د کرونا ویروس همداسې خلک ورسره بې پروايي وکړي نو لیري نه ده چې یوه فاجعه به رامنځ ته کړي هغوی له خلکو څخه د روغتیايي کارکوونکو، د سپارښتنو د عملي کولو غوښتنه کړې چې هم خپل ځان او هم کورنۍ وکولای سي وساتي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.