The news is by your side.

کابل کې خلک د طالبانو د حکومت د امنيت کیسې کوي

کابل کې خلک د طالبانو د حکومت د امنيت کیسې کوي

خبريال وېبپاڼه/ په کابل کې د جنايي پېښو د زیاتېدو وروسته ولسمشر غني خپل لومړي مرستیال امرالله صالح ته د کابل امنیت وسپاره، تمه وه چې د صالح د راتګ سره به په کابل امینتي حالت که ډېر نه وي لژ څه راښه شي خو که اوس د کابل د يوه اوسېدونکي څخه پوښتنه وکړئ چې امنيت څنګه دی نو ځواب يې د پخوا څخه هم بدتر وي.

که څه هم امرالله صالح خپله چوکۍ پریښوده او د کابل امنيتي چارې يې په غاړه واخيستې خو په کابل کې امنیت نور هم خراب شو او د خراب والي ترڅنګ نور هم مجهول شو.

داسې ورځ به په سختۍ وموندل شي چې په کابل کې يوه امنيتي پیښه وشي، اوس په کابل کې يوه امنيتي پیښه رامنځته کېدل عام دي خو ان حالت دې ته رسېدونکی دی چې اوس په کابل کې په ورځ کې ددوه امنیتي پیښو ليدل عام کېږي، داسې ورځ په کابل کې ډېره کمه وي چې پکې دې یوه امنیتي پیښه وشي.

په کابل کې امینتي وضعیت په دې حد خراب شوی دی چې په ورځ کې اوس د يوې په ځای څو امنيتي پېښې رامنځته کېدل نور عام ګڼل کېژي، جنايي پېښې، مجهول قتلونه، مجهولې وژنې ددې سبب شوې دي چې خلک ځانته د بديل په هڅه کې شي او ان خلک په دې محکوم شي چې د بد او بدتر ترمنځ ټاکنه وکړي.

همدا اوس تاسې په کابل کې په یوه موټر کې کېنئ، يوې سلمانۍ ته ولاړ شئ نو د خلکو د خولې به د طالبانو د حکومت د امنيت کیسې واورئ، ډېری خلک اوس په دې خوشحاله دي چې طالبان راشي حداقل امنيت خو به شتون ولري.

د صالح سره راکټونه هم راغلل
په کابل کې که پخوا جنايي چارې زیاتې وې خو د صالح له راتګ سره پېښې هم زياتې شوې او هم يې ډولونه زيات شول، د صالح د راتګ سره په کابل کې راکټونه ورول پيل شول، تراوسه دوه ځله د کابل ښار په عامو سیمو راکټونه واورول شول.

دا راکټونه چې د یو ډينا ډول موټر څخه وشول، لويه ډينا د راکټونو ډکه د کابل په ښار کې ګرځي او امرالله صالح اخته دی په کابل کې د امنيتي پېښو څخه متضرره کورنۍ ګواښي چې ولې دوی حکومت ته ګوته نيسي او نيوکه کوي.

وروستۍ پېښې بدون د چارواکو له همکارۍ امکان نلري
پرون په کابل د ولسي جرګې په يوه وکيل خان محمد وردګ حمله وشوه چې سرسري ټپي ورڅخه ژوندی ووت، ددې پیښې مسوليت نه طالبانو په‌ غاړه واخيسته نه کومې بلې کړۍ.

کله چې د يوې پېښې مسؤلیت نه طالبان مني، نه يې داعش مني نو په دومره غښتلې بله ډله څوک چې په کابل کې دا ډول بريدونه وکړي، که دا ډول ډله شتون لري او حکومت ورڅخه خبر نه وي د کابل امنیتي مسول امرالله صالح ورڅخه خبر نه وي نو بيا دوی څه کوي چې ناست تر دې خو د قبيلې دولت هم خپله قبیله ښه اداره کوي.

ښکاري داسې چې په کابل کې کېدونکې امینتي پېښې د ځينو چارواکو سره په همغږۍ ترسره کېږي دا ډول چارواکي هم په حکومت کې ځای لري او هم ځينې ډلې لري چې د حکومت څخه بهر دي.

دا کسان د کابل په دې وضعيت کې خپلې ګټې او موخې پالي اوبه خړوي او ماهیان پکې نيسي.

خو خلک به څومره د کابل دا ډول امنيتي حالت وزغمي، همدا اوس تاسې د کابل په ښار کې وګرځئ چې خلک د حکومت د بې کفایته د لاسه د طالبانو د دورې ارمان کوي د هغوی د دورې د امنيت خبرې کوي يو بل ته د طالبانو د دورې د امنیت کيسې کوي.

دا خلک د حکومت ددې بې پروایی ددې ډلو د وېش له کبله خپل خلک لاس ورکوي خلک بله لار نلري حتمآ ځانته بديل ګوري، د بد او بدتر ترمنځ خلک پرېښودل به د حکومت او هېواد په زيان وي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance