The news is by your side.

افغان ځواکونو کندهار کې ۱۹ طالبان وژلي

خبریال وېبپاڼه/ د کندهار چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو د ځمکنیو او هوايي عملیاتو پر مهال په دې ولایت کې ۲۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار نظامي شورا د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، دغه عملیات د دې ولایت په ډنډ، پنجوايي، میوند او ژړۍ ولسوالیو کې ترسره شوي دي، چې په نتیجه کې یې ۱۹ وسله وال طالبان وژل شوي او ۴ نور مرګوني دي.

خبرپاڼه زیاتوي، په یادو تصفیوي عملیاتو کې د وسله والو طالبانو ۱۳ کړۍ ماینونه او شمېر نور تجهیزات هم له منځه تللي دي.

د خبرپاڼې په حواله، په یادو عملیاتو کې ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو ته هیڅ ډول تلفات نه دي اوښتي او د ترهګرو د ځپلو په موخه ګډ تصفیوي عملیات په شدت دوام لري.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په کندهار کې د وروستیو جګړو له امله له بېلابېلو ولسوالیو زرګونه کورنۍ ښار ته ګډه شوې دي، چي د سرپناه ځایونو د نشتون ترڅنګ له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د امنیتي ځواکونو ترمنځ نه همغږي، د خیالي سرتېرو شتون، د جګړې د واحدې رهبري نشتون، د اکمالاتو کمښت، د ملي اردو د تشکیل کمبود، له دولت سره د ولس نه همکاري او یو شمېر نور مسایل د کندهار د امنیتي وضعیت د خرابولي عمده لاملونه دي.

په دوحه کې د طالبانو او افغاني لوري ترمنځ د سولې مذاکراتو پر کړنلارې د هوکړې سربېره د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د جګړې ډګر تود دی، چې عام افغانان یې سخت اندېښمن کړي دي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance