The news is by your side.

د « و .ج» پلېټ والا موټر د امنیتي ځواکونو لخوا نیول کېږي

خبریال وېبپاڼه/ د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، تر دې وروسته هغه موټر چې (و. ج) پلېټ لري، د امنیتي ځواکونو لخوا نیول کېږي.

صالح نن د شپږ نیمو بجو د ناستې په راپور کې پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې تر اوسه ۱۵۵ کسانو له کورنیو چارو وزارت څخه دغه ډول ځانګړي پلېټونه ترلاسه کړي دي.

نوموړي زیاته کړې چې اوس داسې اطلاعات ترلاسه شوي چې ښايي وسله وال طالبان او داعشیان (و. ج) پلېټونه جعلي جوړ کړي او ناورین رامنځته کړي.

امرالله صالح له وکیلانو غوښتي چې په (و. ج) لرونکو موټرو کې تګ راتګ ونه کړي.

له دې مخکې د ولسي جرګې څو غړو ویلي وو چې د ولسي جرګې (و. ج) لرونکي شاوخوا درې زره پلېټونه د ځینو کسانو له خوا په غیرقانوني ډول استفاده کېږي چې دغه کار اندېښنې رامنځته کړې دي.

د معلوماتو له مخې، د ولسي جرګې له پنځو (و. ج) لرونکو او د ملي شورا د اداري پلاوي د ناستو د غړو له پلېټونو پرته نور ټول دغه ډول پلېټونه غیرقانوني دي.

تر دې وړاندې ولسي جرګې او کورنیو چارو وزارت ویلي و چې د خلکو، امنیتي ځواکونو او وکیلانو د اندېښنو د لرې کولو لپاره د ملي شورا غړو ته ځانګړي پلېټونه وېشي.

دوی ویلي و، چې د تعقیبي موټر لپاره یې یو ځانګړی پلېټ، د کورنیو د غړو لپاره یې یو بل ځانګړی پلېټ؛ یعنې په ټول کې د هر وکیل لپاره درې قانوني پلېټونه چې هغه راجستر دي او مشخصې شمېرې لري د طرزالعمل پربنسټ وېشل کېږي؛ خو تر اوسه دغه کار نه دی ترسره شوی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.