ارغنداب کې د ملکي وګړو په يوه زرنج موټرسايکل د ماين چاودنه شوې

خبریال وېبپاڼه/ بېړنی خبر؛ په کندهار ولایت کې د يوه ځای په ځای شوي ماين د چاودنې له کبله بيا افغانان په وینو سره شوی دي.

د کندهار ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې هغه وخت په سړک کې يو ځای په ځای شوی ماين وچاودېد چې د ملکي خلکو یو زرنج موټرسايکل ورباندې وربرابر شو.

دا پیښه د ارغنداب ولسوالۍ د بوډای کلي کې رامنځته شوې ده چې په پايله کې يې څلور کسه ملکي وګړي شهيدان شوي دي او يو هم ټپي دی.

د شهیدانو په جمله کې دوه تنه هم ماشومان دي.

که څه هم ددې پېښې مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی خو ډېر وخت د طالبانو له لوري په سړک او لارو کې ځاي په ځای شويو ماينونه ددې ډول چادونو او پېښو سبب کېږي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More