The news is by your side.

چارواکي کندهار کې د ۲۱ طالبانو د وژلو ادعا کوي

خبریال وېبپاڼه/  کندهار چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو د ځمکنیو او هوايي عملیاتو پر مهال په دې ولایت کې ۲۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار نظامي شورا د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، دغه عملیات د دې ولایت په ډنډ، پنجوايي، معروف او ژړۍ ولسوالیو کې ترسره شوي دي، چې په نتیجه کې یې ۲۱ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳ نور مرګوني دي.

خبرپاڼه زیاتوي، په یادو تصفیوي عملیاتو کې د وسله والو طالبانو څلور پټنځایونه، ۲۰ کړۍ ماینونه او یو شمېر نور تجهیزات هم له منځه تللي دي.

د خبرپاڼې په حواله، په یادو عملیاتو کې ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو ته هیڅ ډول تلفات نه دي اوښتي او د ترهګرو د ځپلو په موخه ګډ تصفیوي عملیات په شدت دوام لري.

د چارواکو په خبره، دغه عملیات د ارغنداب ولسوالۍ تر تصفیې وروسته د (بابا صاحب) ګډو نظامي عملیاتو د دوهم پړاو یوه برخه وه، چې د وسله والو مخالفینو د ځپلو په موخه پیل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په کندهار کې د وروستیو جګړو له امله له بېلابېلو ولسوالیو زرګونه کورنۍ ښار ته ګډه شوې دي، چي د سرپناه ځایونو د نشتون ترڅنګ له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.