جګړې افغانستان د سيمې له لويو اقتصادي پروژو څخه محروم کړ

جګړې افغانستان د سيمې له لويو اقتصادي پروژو څخه محروم کړ

خبريال وېبپاڼه/ نړۍ د بدلون په حال کې ده، د نړۍ مرکز بدلون کوي، نړۍ نور د امریکا په مرکزیت نه څرخي، بلکې اوس د نړۍ مرکزيت اسيا ته را روان دی، دا بدلون د اسيا لپاره يو ښه زېری دی، په تېره بيا د جنوبي او شرقي اسيا لپاره، چين ددې بدلون په مرکز او رهبریت کې ځای لري او افغانستان د چين ګاونډی دی، کوم چې ددې بدلون څخه بايد په کافي ډول مستفيد شي.

په نړۍ کې ددې بدلون رهبري چين کوي، له همدې کبله د چين ګاونډي هېوادونه ددې بدلون څخه ترټولو زيات مستفيد کېږي، ځکه ددې هېوادونو سره د همکارۍ پرته د چين لاره بندېږي او دا بدلون به ډېر زيات قيمته تمامیږی.

افغانستان ددې بدلون په کوم ځای کې دی؟
له بده مرغه په افغانستان کې د مواصلاتي لارو د نه پرمختګ، جنګ جګړو او فساد له کبله افغانستان تراوسه ددې بدلون څخه ډېر لرې پاتې شوی دی، که څه هم ددې بدلون څخه بايد ترټولو زيات افغانستان مستفيد وی ځکه د افغانستان له لارې د جنوبي او مرکزي، ايران او چين وصل کیدل ترټولو ساده او ارزانه تمامیږي خو په افغانستان کې د پورته يادو شوو سببونو له کبله افغانستان دا فرصتونه له لاسه ورکړي‌‌.

جګړه ولې دوام کوي؟
که سپینه خبره وکړو نو د‌جګړې ددوام سبب په افغانستان کې د چارواکو فساد دی، د افغانستان د حکومت ترټولو لوړ پوړي چارواکي چې لويې پریکړې کوي جګړه د خپل فساد لپاره يو شرط بولي مطلب دا چې د افغانستان د حکومت چارواکي په دې قناعت دي چې دوی د جګړې په رامنځته کړو ناوړه حالاتو کې ترټولو ښه فساد کولی شي نو جګړه هم بايد‌ دوام وکړي.

که دا خبره نه وي نو نه د طالبانو ماتول او نه هم د تل داري فساد له منځه وړل دومره لوی کار نه و، دا ۲۱ پېړۍ ده د يوې سيستماتيکې ستراتيژۍ او تګلارې له مخې موږ کولی شوی هم فساد هم طالبان له منځه يوسو او یا یې په زور سولې ته تيار کړو‌.

خو د افغانستان د حکومت چارواکي ددې جګړې دوام غواړي، هغوی د فساد له لارې ترلاسه کېدونکی ګټه د افغانستان د ملي ګټو او سولې څخه غوره ګڼي.

سيمه کې هرڅه ښه لوري ته روان دي
د جنوبي او مرکزي اسيا هېوادونه د منځني ختيځ هېوادونه لګيا دي په چټکۍ د يو بل سره وصل کېږي، تجارت پراختیا مومي، که څه هم د افغانستان حکومت ځينې نمايشي کارونه کوي خو بنسټ او ژمنتیا ورته نلري، مثال د چين سره د ريل پټلۍ له لارې افغانستان وصل شو خو هغه ریل پټلۍ باندې همغه يو سفر شوی او اوس همداسې ولاړه ده.

د افغانستان برعکس نور هېوادونه بيا لګيا دي خپل کار ته ژمن دي ورځ تر بلې پراختيا ورکوي، ترکيه چې اروپا ته د دخول کلۍ ده د ګڼو اوسياسي هېوادونو سره د وصل کېدو په حال کې ده.

ترکیه د يوې پروژې له لارې په ۲۰۲۱ م کال کې د ايران له لارې د پاکستان سره د ريل پټلۍ له لارې تجارت پيلوي، د چين سره يې د ريل پټلۍ له لارې تجارت پيل کړ.

چين د‌ جنوبي اسیا او مرکزي په نورو هېوادونو کې پوره پانګونه کوي، دا هېوادونه د ريل پټلۍ د نړیوالې شبکې سره وصل کوي خو په افغانستان کې د جګړې له وجې هیڅوک پانګونې ته زړه نه ښه کوي.

حکومت د خلکو په سترګو کې خاورې اچوي
حکومتي چارواکي پخپله په خوندي کورونو کې ناست دي، ذرې موټرو کې سفر کوي او په مياشت کې په لکونو معاش اخلي هغوی ددې حالت څخه کاملاً خوښ دي او صرف د خلکو د چوپ کولو لپاره ځینې وخت نمایشي کارونه يا خبرې کوي چې هېڅ یو یې دوام او عمل نلري.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum