The news is by your side.

طالبان یې ورانوي؛ لوګر کې د نجونو یو ښوونځی جوړ شو

خبریال وېبپاڼه/ د لوګر د پوهنې ریاست وایي، د دې ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې د “خواجه لغوي” په نوم د نجونو د منځني ښوونځي ودانۍ تر جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاد ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، د دغه ښوونځي ودانۍ په یوه پوړه کې د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت اړوند د اقراء پروګرام له لارې جوړ شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، جوړه شوې ودانۍ ۱۰ درسي ټولګي، دوه اداري خونې، د لمریزې برېښنا سیستم، د اوبو واټر پمپ او ۳ غرفې تشنابونه لري.

سرچينه زياتوي، دغه ښوونځی ۱۲ کاله مخکې تاسیس شوی، اوس مهال له لومړي ټولګي څخه تر نهم ټولګي پورې ۵۳۳ زده کوونکې لري، چې د نوې ودانۍ په جوړېدو سره ۵۰۰ زده کوونکو ته د زده کړو لازم ښوونیز چاپیریال برابر شو.

د سرچينې په وینا، یاد ښوونځی یوه بله یو پوړیزه ودانۍ هم لري، چې د زده کوونکو د شمېر ډېروالي او درسي ټولګیو د کموالي له امله یوه بله ودانۍ هم ورته جوړه شوه.

خبرپاڼه د لوګر د پوهنې رئیس سرمؤلف سید عزیز احمد هاشمي له قوله لیکي، چې په خوښۍ ولسوالۍ کې د نجونو او هلکانو ۲۲ ښوونځي شته، چې یوازې د حضرت بلال(رض) په نوم یو ښوونځی ودانۍ نه لري.

د لوګر د پوهنې ریاست خبر ورکوي چې په دې ولایت کې له دې مخکې هم د اقراء پروګرام له لارې د ۱۱ نورو ښوونځیو ودانۍ او اړین ملحقات ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د اقراء پروګرام له لوري د هېواد په ګوټ – ګوټ کې لسګونه ښوونځي جوړ شوي دي چې یو شمېر د وسله والو طالبانو لخوا مخکې تر دې چې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، ویجاړ او تخریب شوي دي.

د خبریال وېبپاڼې د خپاره شوي خبر له مخې، یوازې په کندهار کې میوند، ژړۍ او پنجوایي هغه ولسوالۍ دي چې د اقراء پروګرام له مخې پکې جوړ شوي ښوونځي ګټې اخیستنې ته تر سپارل کېدو مخکې د طالبانو په بمونو ویجاړ شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance