The news is by your side.

ټرمپ د امريکايانو سره ۶۰۰ ډالره مرسته رزيل کار وباله

ټرمپ د امريکايانو سره ۶۰۰ ډالره مرسته رزيل کار وباله

خبريال وېبپاڼه/ امريکا هم د نورو هېوادونو غوندې کورونا ويروس د اقتصادي تاثيراتو له کبله کړېږي، په ميليونونو خلکو په دې هېواد کې خپله دنده او کار له لاسه ورکړی دی او اوس په تمه دي چې خپل حکومت يې لاس ونيسي.

د امريکا د کانګريس څخه تاييد شوی د مرستو يو پاکټ چې نن د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته وسپارل شو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري رد شو.

د مرستو په دې پاکټ کې د ځينو شرايطو درلودونکو امريکايانو ته به په مياشتينی ډول شپږ سوه ډالر ورکول کېږي او بېکاره امريکايانو ته به هره مياشت کې ۳۰۰ ډالر هم ورسره ورکول کېږي.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا پاکټ او بسته يو رزيل وړانديز ياد کړ او ویې ويل چې په دې بسته کې بايد ځينې بدلونونه راشي، ډونالډ ټرمپ د مرستې دا بسته لاسليک نه کړه او ويې ويل چې بايد يوه معقوله بسته وړاندې شي ترڅو يې دی لاسليک کړي.

ډونالډ ټرمپ وويل چې کم تر کمه بايد امريکايانو ته دا د شپږ سوه ډالرو مرسته ۲ زره ډالرو ته لوړه شي ددې په ځای په دې پاکټ کې د ميانمار او کمبوديا غوندې هېوادونو سره د مرستې مادې بايد ترې لرې شي.

دا ټول اصراف دی
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دې پاکټ ته په غبرګون کې ويلي دي چې دا پاکټ د اصراف څخه ډک دی، د نورو هېوادونو سره مرستې بايد پکې لرې شي او دا پيسې بايد پخپله امريکايانو ته ورکړل شي.

د مرستو ددې پاکټ ټول ارزښت ۹۰۰ ميليارده ډالره دی، د مرستو په دې پاکټ کې د کار هغه ځايونو کوچنیو مارکېټونو، هوټلونو لپاره ۲۴۸ ميليارده ډالر په نظر کې نيول شوي دي چې د اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د خپلو کار کوونکو معاش په سم ډول نشي ادا کولی.

هغه کسان چې د خپل کور او ځاي کرايه نشي ورکولی هم ددې ۹۰۰ ميليارده ډالرو څخه خپله برخه لري، د کرايو د مرستې لپاره په دې پاکټ کې ۲۵ میلیارده ډالر ځانګړي شوي دي.

د مرستو په دې پاکټ کې ۸ ميليارده ډالر د واکسین د وېشلو، د هوايي لارو د شرکتونو لپاره ۱۵ ميليارده ډالر، د خوړو د مرستې لپاره ۱۳ ميليارده ډالر، د ښوونځیو او پوهنتونونو لپاره ۸۲ ميليارده ډالر، د ماشومانو د ساتنې او پالنې لپاره ۱۰ ميليارده ډالر، د مواصلاتو او انتقال د چارو لپاره ۱۴ ميليارده ډالر او د دهقانانو لپاره بيا ۱۳ میلیارده ډالر په پام کې نيولو شوي دي.

امريکا يو له هغه هېوادونو څخه ده چې د کورونا ويروس مدیریت یې په ښه ډول ونشو کړی په ميليونونو خلک په کورونا ويروس اخته شول او په زرګونو یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.