طالبانو په بغلان کې خپلمنځي جګړه کړې
خبریال وېبپاڼه/ د بغلان ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو خپلمنځي جګړه کړې، چې په نتیجه کې یې دریو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بغلان د دوشي ولسوال صاحب داد غفوري خبریال وېبپاڼې سره په خبرو کې وویل چې پېښه تېره شپه رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه، په دې نښته کې د قاري وصیل په نوم د طالبانو یو سر ګروپ وژل شوی او دوه تنه نور یې سخت ټپيان دي.
خپله وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
تر دې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې د وسله والو طالبانو ترمنځ خپلمنځي جګړې شوې دي.
شاوخوا درې اوونۍ وړاندې د لوګر د مرکز پل علم اړوند راه خوشي سیمه کې د وسله والو طالبانو د ملا منصور ډلې ترمنځ رامنځته شوې ده.
په دې نښته کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي وو او درې نور یې سخت ټپيان وو.
په داسې حال کې د وسله والو طالبانو ترمنځ د خپلمنځي نښتو خبر ورکول کېږي چې د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا برادر پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې هلته له ټپي طالبانو سره کتلي دي او د هغوی ترمنځ پر یووالي یې ټینګار کړی دی.
خو د سولې له ټکنۍ خبرو داسې ښکاري چې د طالبانو د نظامي او سیاسي ډلو ترمنځ ژور اختلافات پیدا شوي دي او له امله نظامي ډله پخپلو منځونو کې هم پاشل شوې ده.
بل خوا له افغان ځواکونو سره د طالبانو جګړې تر بل هر وخت شدت اخیستی او هره ورځ لسګونه افغان ځواکونه او ملکي وګړي وژل کېږي.
امریکا یو ځل بیا پر ښکېلو اړخونو غږ کړی چې اوربند وکړي.
پاکستان ته د طالبان د قطر دفتر پلاوی تګ د جګړې په اړه ښايي یو نوی پیغام له ځانه سره ولري او باور دا د چې سولې خبرې به په ټاکلې نېټه بېرته شروع نه شي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.