The news is by your side.

سږ کال له پاکستانه ۲۰ زره ټنه چاودېدونکي توکي راوړل شوي

خبریال وېبپاڼه/ افغان حکومت وايي، سږ کال له پاکستان شل زره ټنه چاودېدونکي توکي افغانستان ته راوړل شوي او دلته په ترهګریزو بریدونو کې ترې ګټه اخیستل شوې ده.

دغه خبره د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح نن په خپله فیسوک پاڼه کړې ده.

صالح لیکي، په افغانستان کې د بم جوړولو له افغاني توکو لږه ګټه اخیستل کېږي او د چاودېدونکو توکو ډېره برخه له پاکستانه راوړل کېږي.

هغه زیاته کړې، طالبان د ماین جوړولو لپاره له امونیم نایټرېټ چاودېدونکو توکو څخه کار اخلي او دغه مواد پاکستان د دوی په اختیار کې ورکوي.

دده په خبره چې څو ځلې یې په دې اړه له پاکستان سره خبرې کړي، خو لا هم افغانستان ته د دغو توکو د انتقال مخه نه ده نیول شوې.

د امرالله صالح په وینا، سږکال پاکستان له مختلفو لارو څخه کابو ۲۰ زره ټنه امونیم نایټرېټ چاودېدونکي توکي د طالبانو په واک کې ورکړي دي.

هغه دغه راز وايي، د پاکستان د روغتونو ۳۰ سلنه بسترونه د طالبانو له ټپیانو ډک دي او درملنه یې هم هملته کېږي او زیاتوي چې د جنګیالیو طالبانو درملنه د کوېټې په روغتونونو کې، خو هغه چې مهم دي د درملنې لپاره د پاکستان کراچۍ ښار ته وړل کېږي.

ښاغلي صالح دغه څرګندونې د طالبانو د قطر کمېسیون د مرستیال او د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر هغه ویډیو ته په اشارې کړي چې له پرون راهیسې په خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي.

په یاد وېډیوي پیغام کې لیدل کېږي چې ملا عبدالغني برادر د طالبانو د یو شمېر غړو ته په وینا کې وايي، چې مشرتابه یې په پاکستان کې دی او د ټپیانو درملنه یې هم په همدې هېواد کې کېږي.

ملابرادر خپلو کسانو ته وايي، قطر کې چې کومې خبرې کېږي له خپل مشرتابه سره یې شریکوي او ډاډ یې ورکړی چې تر اوسه هېڅ یو کار په خپل سر نه دی کړی.

نوموړی له خپلو جنګیالیو مننه کوي او ورته وايي چې د دوی د قربانیو په نتیجه کې امریکا له دوی سره خبرو ته کېناسته.

یو بل لنډ وېډیوي کلېپ چې د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل پر خپل ټوېټر خپور کړی، وايي ملابرادر د دایکندي ولایت د کمېسیون له مسوول، تور زین الله سره لیدلي دي.

حکومت له پاکستانه څه تمه لري؟

دا روښانه خبره ده چې طالبان د پاکستان لخوا حمایه کېږي، پیسې، وسلې او امکانات ورکول کېږي او د افغانستان د ورانولو پروژې اصلي سپانسر مفسد پاکستان دی، دا دی حکومت هم ومنله چې یوازې سږ کال ۲۰ زره ټنه چاودېدونکي توکي له پاکستانه افغانستان ته راوړل شوي.

اوس پوښتنه دا ده چې حکومت اخر له پاکستانه څه تمه لري، دا اړیکې په څه معنا، د کوم نیت له مخې پاکستاني ترهګر له زندانونو خوشې کوي.

د افغان حکومت لخوا پاکستان سره د هغوی د زرګونه ناراوو باوجود د اړیکو ساتل او حسن نیت څرګندول د افغانانو په ستوني پښه اېښودل دي او تاریخ به دغه تاریخي خیانت او شرم هیر نه کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.